چین او د سوریې کړکیچ

چین او د سوریې کړکیچ

د اکتوبر پر ۸-مه د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې په سوریه کې د « اسلامي دولت » په وړاندې په پوځي هوایي عملیاتو کې د چین ولسي جمهوریت د ملي ازادۍ اردو د ممکن ګډون په تړاو اطلاعات نه لري.

په سوریه کې د روسیې د پوځي عملیاتو له پیل کېدا نه په راوروسته موده کې په یو شمېر رسنیو کې په دې تړاو هیجان راپاروونکي خبرونه خپاره شول، چې ګواکې چین له دغو عملیاتو سره یوځای کېدا ته چمتو دی. د روسیې د ستراتیژیو او تکنالوژیو د شننو د مرکز یو کارپوه واسیلي کاشین د « سپوتنیک » لپاره په چمتو کړې ځانګړې تبصره کې په همدې تړاو داسې لیکي.

په خبرونو کې خو لږترلږه د « لیاونین » په نامه د چینایۍ الوتکه وړونکې بېړۍ نوم یاد شوی او ویل شوي، چې دغه بېړۍ ګواکې د سوریې غاړو ته روانیږي. خو د « دېبکه » په نامه اسراییلي رسنۍ خو حتا دا هم ویلي چې « لیاونین » همدا اوس د سوریې غاړو ته رسېدلې ده، او په طرطوس کې د روسیې پوځي اډې ته ورننوتلې. په دغه بېړۍ کې سپرې J-15 ښکاري الوتکې به د روسیې د جنګي الوتکو ملاتړ کوي.

دا، په ریښتیا هم له ځانه جوړه شوې خبره ده. د چین ولسي جمهوریت د دفاع وزارت د « لیاونین » الوتکه وړونکې بېړۍ، زیاته ازمایښتي-ښوونیزه بېړۍ ګڼي. د چین د دغې یوازېنۍ الوتکه وړونکې بېړۍ هر خوځښت د نورو هېوادونو د پوځیانو او رسنیو ډېره زیاته پاملرنه ځانته راګرځوي. د پوځي عملیاتو ساحې ته د ورتګ لپاره دغه چینایۍ الوتکه وړونکې بېړۍ باید له ارام سمندر، هند سمندر او سوېز کانال څخه تېره شوې وای. خو چا دغه بېړۍ او د هغې بدرګه کوونکې جنګي بېړۍ لېدلي؟ ایا د دغې الوتکه وړونکې بېړۍ د تلنې د لېدو شاهدان شته؟

خو د یو شمېر نورو خبري سرچینو، لکه د لبنان د « المصدر » دغه خبرونه ریښتیا ته نېږدې ښکاري، چې چین به خپل پوځي سلاکاران او تخنیکي پرسونل سوریې ته واستوي. د سوریایي خبري سرچېنو له خولې دا هم ویل کیږي، چې چینایان به په نېږدې اونیو کې سوریې ته ورسیږي. داسې ښکاري، چې خبره د چین له خوا سوریې ته د سترې پوځي-تخنیکي مرستې د ورلېږلو پر سناریو روانه ده. خو د همدغو خبرونو روښانه پخلی هم نشته. چین د جګړې په ټوله موده کې د بشار اسد حکومت ته یوازې د لږې بانکي ګټې پورونه ورکول، چې بې اهمیته نه دي. خو چینایي وسله زیاته له سوریایي یاغیانو سره لېدل کېده، چې له دوستو عربي هېوادونو څخه یې لاسته راوړله.

خو د سوریې په حالاتو کې په هغه یا دغه بڼه د چین د وسله والې لاسوهنې شونتیا بیخي هم باید رد نشي. په ډاګه ده، چې په دې وروستیو اونیو کې د روسیې او چین په خبرواترو کې د سوریې پر بحران هم بحثونه شوي دي. له سیاسي اړخه چین د بشار اسد د رژیم ړنګېدل نه غواړي. ځکه چې نه غواړي سوریه د سختدریځو اسلامپالو د راغونډېدا په مرکز بدله شي. د دغو اسلامپالو په منځ کې د چین د سینځیان اسلامپال هم شته. د واحد دولت په توګه د لیبیا تر ړنګېدا وروسته، چې د چین ډېر مهم اقتصادي انډیوال وو، اوس چین د دې غوښتونکی دی، چې په عربي نړۍ کې د « انقلابونو » ځنځیر په بشپړ ډول مات شي. او دغه کار به په خپل وار د سیمې په نورو هېوادونو کې، چې د چین ولسي جمهوریت انډیولان دي، د سوریې د تراژیدۍ د تکرارېدو ګواښ له منځه یوسي.

د دې احتمال زیات دی، چې د سوریې بحران به ډېر اوږد شي. پوښتنه دا ده، چې چین به د دغه بحران په کوم پړاو کې، په هغه کې د لاسوهنې پرېکړه وکړي؟ د دې امکان زیات دی، چې چین به په نړیوال ډګر کې د مشرهېواد او یا د یوه مشر هېواد په توګه د خپل سر راپورته کولو لپاره د مناسبې شېبې راتګ ته سترګې پر لاره پاتې شي.

Author

خروج از نسخه موبایل