په انقره کې پرلپسې چاودنې او سياسي ناندرۍ

تحیلیل «ځیړنه»: په انقره کې پرلپسې چاودنې او سياسي ناندرۍ

تر اوسه په دوو چاودنو کې شاوخوا ۹۷ تنه وژل شوي

   د ترکيې ولسمشر رجب طېب اردوغان او د دغه هېواد لومړي وزیر احمد داود اوغلو دغه بمي چاودنې په کلکو ټکو وغندل او دا شان بريدونه يې د هغو خلکو له لوري وګاڼه، چې غواړي د دغه هېواد ملي وحدت ته صدمه ورسوي.

وروسته له هغه، چې د ترکيې په پلازمينه انکارا (انقره) کې دوې پرلپسې درنې چاودنې وشوې، نو ترکيه په ټول هېواد کې درې ورځې عمومي ماتم اعلام کړ.

د راپورونو پر بنسټ په انقره کې د دغو دوو پرلپسې چاودنو له امله ۹۷ تنه ووژل شول او ۲۴۵ تنه نور يې ټپيان شول.

وروسته له هغه، چې د ترکيې په پلازمينه انکارا (انقره) کې دوې پرلپسې درنې چاودنې وشوې، نو ترکيه په ټول هېواد کې درې ورځې عمومي ماتم اعلام کړ.

د راپورونو پر بنسټ په انقره کې د دغو دوو پرلپسې چاودنو له امله ۹۷ تنه ووژل شول او ۲۴۵ تنه نور يې ټپيان شول.

داسې هم ویل کيږي، چې د ۴۵ نورو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

دغه اعتراضي ټولېدنه ” د دموکراسۍ له پاره سوله” تر شعار لاندې د کيڼ اړخو له خوا “د خلق دموکراتیک” ګوند غړو د ګډون په موخه ترسره شوې وه.

دوی د ترکيې په جنوب ختیځ کې سړکونو ته راوتي وو او د ” جنګ بس دی!” او نور شعارونه يې له ځانونو سره لېږدول.

د ترکيې ولسمشر رجب طېب اردوغان او د دغه هېواد لومړي وزیر احمد داود اوغلو دغه بمي چاودنې په کلکو ټکو وغندل او دا شان بريدونه يې د هغو خلکو له لوري وګاڼه، چې غواړي د دغه هېواد ملي وحدت ته صدمه ورسوي.

همدارنګه په ترکيه کې د خلق دموکراټیک ګوند رهبر صلاح الدین دمیرتاش دغه بریدونه وغنده او ويې ویل، چې د غېر نظاميانو وژنه یو وحشیانه او غېر انساني کړنه ده.

د ترکيې دولت دوه کاله وړاندې د کردستان د کارګرانو ( پ ک ک) له ګوند سره یوه معاهده لاسلیک کړې وه، چې نور به پر یو بل بريدونه نه کوي.

د دغې معاهدې له مخې هيڅ یو طرف نه شي کولی، چې پر یو بل وسله وال برید وکړي او یا هم په خلکو کې ګډوډيو ته لمن ووهي.

خو وروسته له هغه، چې د ترکيې نظاميانو له خوا د ياد هېواد په ختيځ سویل سيمو کې پر دغو ډولو هوايي بريدونه وشول، نو دغه دوه کلن اوربند هم مات شو او دواړو خواوو پر یو بل بريدونو ته زور ورکړل.

د دواړو لوريو ترمنځ تاوتريخوالي د روان ميلادي کال په دویمه نيمايي کې زور واخیست او د ترکيې دولت د کردستان پر کارګرانو تور پورې کړ، چې دوی د ترکيې پر پوځي کاروانونو بريدونه کوي او همدارنګه یاده ډله د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بمي چاودنو تر شا هم لاس لري.

د ترکيې دولت د کردستان پر کارګرانو دا تور هم پورې کړ، چې دوی د ترکيې او سوريې ترمنځ په سرحد کې په غېر قانوني توګه تګ راتګ کوي.

خو “پ ک ک” بیا دغه تورونه ردوي او وايي، د ترکيې دولت نه غواړي، چې د داعش ډلې پر ضد د کردانو وړاندې تګ و زغمي او ترکي نظامیان په دې وجه، چې غواړي د داعش له ډلې غېر مستقيم ملاتړ وکړي، نو د کردانو پر سيمو هوايي بريدونه کوي.

د ترکيې دولت تل دا هڅه کړې، چې کيڼ اړخي ګروپونه د پ ک ک څخه د ملاتړ په تور تر فشار لاندې راوړي.

په دې وروستيو کلونو کې د دغو حزبونو له ډلې لکه د خلق دموکراتیک ګوند ځينو يې غوښتل، چې د ټاکنو او نورو دموکراتیکو اصولو له لارې په ترکيه کې سیاسي حاکمیت ولري او دغه موازنه ټينګه وساتي.

خو داسې ليدل کيږي، چې د ترکيې محافظه کار دولت له دغو حرکتونو چندان خوښ نه دی او د دا شان اشخاصو موجودیت د پراختیا او عدالت ګوند د قدرت ټينګولو پر وړاندې خنډ ګڼي.

وروسته له هغه، چې د خلق دموکراتیک ګوند وتوانېد، چې د ترکيې په پارلمان کې ۷۱ څوکۍ خپلې کړي، نو د اردوغان په مشرۍ د عدالت او پراختيا ګوند اکثریت له لاسه ورکړ او په دغه ګوند کې د قدرت له لاسه ورکولو ويره رامنځ ته شوه.

جالبه دا، چې د ټاکنو د نتایجو د اعلانېدو سره سم د ترکيې نظامي ځواکونو له لوري د کردانو پر سيمو هوايي بريدونه پېل شول؛ چې د دغه هوايي بريدونو په نتیجه کې د ترکيې په سويل ختيځو سيمو کې یو شمېر غېر ملکي وګړي ووژل شول او ځينې نور يې ټپيان شول.

په دې وروستيو د کيڼ اړخو څو اعتراضي غونډو کې چاودنې کيږي او په نتیجه کې يې زیات د کيڼ اړخو لوړ پوړي چارواکي په نښه شول.

د راپورونو پر بنسټ په دې وروستيو کې شاوخوا ۷۰ تنه د ترکيې چپ اړخي چارواکي په بېلابېلو چاودنو کې وژل شوي.

تېره ورځ پر کيڼ اړخو بريد زيات کارپوهان دې نتيجې ته رسولي، چې د اردوغان حکومت نور پای ته رسېدونکی دی او دغه ګوند له دې وروسته ګوند نه شي کولی، چې د خلکو له رایو استازولي وکړي.

Author

خروج از نسخه موبایل