د ملگرو ملتونو امنيت شورا يوه طرحه تصويب کړه

د ملگرو ملتونو امنيت شورا يوه طرحه تصويب کړه چي له مخي يي د اروپايي ټولني غړي هيوادونه د مديتراني سمندر د ليبيا په څنډو کي د کډوالو بيړۍ درولي او قاچاق وړونکي نيولي شي دا په داسي حال کي ده چي په دي وروستيو کي ديريو کدوالو چي د افريقايي او منخني ختيخ هيوادونو اوسيدونکي دي د اروپا په لور مخه کري ده

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مدیترانی په سمندر کې د کډوالو د ژغورلو په موخه داسې یوه طرحه تصویب کړه چې له مخې یې ددې ټولنې غړي هیوادونه د لیبیا په سمندري څنډو کې د کډوالو بیړۍ درولی او د قاچاق وړونکي نیولی شي. دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ اروپایي ټولنې د مدیترانې په سمندر کې د کډوالی پر وړاندې مقابله پیل کړې ده. مخکې له دې اروپایي بیړیو د لیبیا اوبو ته د تګ اجازه نه درلوده خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري اوس تر یوه کاله کولای شي د لیبیا په اوبو کې د کډوالو او قاچاق وړونکو پر وړاندې ګام پورته کړي.

ماتيو ريکروفت ویلي: ” د امنیت شورا نن اروپایي ټولنې ته اجازه ورکړه ترڅو په مدیترانې سمندر کې د غیر قانوني کډوالو د بیړیو مخنیوی وکړي. قاچاق وړونکي ډلې د انسان ژوندانه ته درنښت نلري او قاچاق وړونکو د هغه کډوالو څخه چې په دې اوبو کې سفر کوي ناوړه ګټه پورته کوي به بیړیو کې له کچې ډير مساپرین ځای پر ځای کوي او د ستونزې پر مهال دوی پر خپل حال پریږدي.”

له دې سره په دې پریکړه کې ټینګار شوی چې باید له کډوالو سره له درنښت ډک چلند وشي. د ملګرو ملتونو د کډوالو څانګې د ریپوټ له مخې په روان کال کې له درې سوه ډيرکډوال د مدیترانې د سمندر له لارې اروپا ته تللي دي او دوه زره پنځه سوه نور ډوب شوي دي . په ملګرو ملتونو کې د لیبیا استازي ویلي: نړیواله ټولنه باید د غیر قانوني کډوالۍ پر وړاندې د بیوځلی جګړې او ناامنۍ پر وړاندې مبارزه وکړي ځکه چې دا برخې د کډوالی اصلي لاملونه دي. بله خوا د یونان ویلي په تیره اونۍ کې هره ورځ اوه زره کډوال د ترکیې له لارې ددوی هیواد ته ورغلي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل