د ترکیې انقرې لاریون منځ کې دوې چاودنې شوې
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وايي، ددغه هېواد پلازمېنه انقره کې د اورګاډي مرکزي تمځي ته څېرمه دوې چاودې شوې چې لږترلږه ۳۰ کسان پکې وژل شوي او ۱۲۶ نور ټپیان دي.
ظاهراً د چاودنې هدف د حکومتي ځواکونو او د کردستان کارګر ګوند ترمنځ د نښتې پرضد لاریون و.
د خلق دیموکراتیګ ګوند چې د کردانو له ملاتړه برخمن دی، چې د “دیموکراسۍ لپاره سوله” په نامه لاریونونو جوړولو غوښتنه یې کړې وه.
پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې د چاودنو په ځای کې مړي پراته دي.
حکومتي چارواکو دغه چاودنې ترهګریز بریدونه بللي او د هغو رپوټونو په اړه یې څېړنه پیل کړې، چې له دغو چاودنو یوه یې ځانمرګی برید و.
د خلق دیموکراتیک ګوند مشر د برید پړه پر دولت اچولې، او د ټولو ټاکنیزو غونډو لغوه کولو امر یې کړی.
ترکیه له تېر جولای میاشتې راهیسې د وسله والو د نښتو شاهده ده.
د امري په نامه یوه عیني شاهد بي بي سي ته وویل، د دوو جلا چاودنو غږونه یې واورېدل او بیا وروسته یې پر ځمکه مړي ولیدل. دی وايي، قهرېدلو خلکو غوښتل د پولیسو پر موټر برید وکړي.
په تېر جون کې هم په دیار بکر ښار کې د خلق دیموکراتیک ګوند پر یوه لاریون چاودنه شوې وه.