د گرزيوان ولسوالی د دولت له وسله والو مخالفينو پاکه شوه

د گرزيوان ولسوالی د دولت له وسله والو مخالفينو پاکه شوه سيمه ايزو مسولينو ويلي امينتي ځواکونه له ولسي ځواک سره په گډه ددې ولسوالی مرکز نيولی او اوس هم طالبان ددوی تر څار لاندي دي

د کرزیوان ولسوالی د پنجشنبه په شپه له کوم مقاومت پرته د وسله والو طالبانو لاس ته ورغله او مسولینو یې دا یو تکتیکي شاتګ ښودلی وو. خو اوس دا ولسوالی د وسله والو طالبانو له لوري پریښودل شوې ده یوه پخواني جهادي قومندان ویلي: وسله والو طالبانو له جګړې او مقاومت پرته دا ولسوالی امنیتي ځواکونو ته خوشي کړې.

جهادي قومندان او د دفاریاب ولایتي شورا بخواني مرستیال غلام سخي نوید ویلي: د ګرزیوان ولسوالی له سقوط وروسته ډيری خلکو له ولسي ځواک سره اړیکې نیولې او ددوی له لیکو سره یې د یوځای کیدو غوښتنه کړې ده چې له مخې یې طالبان هیریدلې او دا ولسوالی یې خوشي کړې ده. له دې سره ده ویلي له میمنې څخه د ملي اردو راتګ هم د طالبانو د ویرې لامل ګرځیدلی دی. وسله والو طالبانو د کرزیوان ولسوالی د له لاسه ورکولو په هکله یې څه نه دي ویلي:خو تیره ورځې یې په خپله انټر نیټ پاڼه کې لیکلي وو چې د ګرزیوان ولسوالی د نیولو په جګړه کې پنځه امنیتي سرتیري او دوه د وسله وال طالبان وژل شوي او له دواړو خواوو نهه تنه نور ټپیان دي.

Author

خروج از نسخه موبایل