هوا کې د بې پیلوټه الوتکو د جام کولو آله

هوا کې د بې پیلوټه الوتکو د جام کولو آله

دغه آله په هوا کې د بې پیلوټه الوتکې ماشین جام کولی شي

یوه بریتانوي شرکت یوه داسې آلې جوړه کړې ده، چې د حساسو ځایونو پر سر په اسمان کې بې پیلوټه الوتکه جام کولی شي.

پر دغې آلې د بریتانیا درو شرکتونو کار کړی دی.

له دې آلې جوړولو هدف دا دی چې د بې پیلوټه الوتکو په اړه د خلکو اندېښنې لیرې کړي او په هوا کې الوتکې له حرکته وغورځوي.

کله چې الوتکه حرکت پرېږدي، نو اړه ده چې ماشین یې بدل کړای شي.

په دې سیستم کې هغه نوې ټیکنالوژي هم کارول شوې ده، چې په هوا کې بې پیلوټه الوتکه ویجاړولی شي.

دغه آله هغه مهال کار کوي، چې بې پیلوټه الوتکه یوې حساسې سیمې ته ورنژدې شي، انځور یې اخلي بیا یې له حرکته غورځوي.

جوړوونکي شرکتونه وايي، د الوتکې د جام کېدو چاره ایله ۲۵ ثانیې وخت غواړي.

د سیګنالونو په اړه اندېښنه

ددغې آلې د څارونکي سیستم یو مشر پاول ټېلر وايي: ”بېلابېلو شرکتونو د رادیو له سیګنالونو کار اخیستی، چې موږ د هوايي تګلوري په مټ دغو سیګنالونو ته ورننوځو. ”

که څه هم اوس ددغه سیستم له لارې په هوا کې کوچنۍ بې پیلوټه الوتکې جام کېدای شي، خو داسې هڅې هم روانې دي چې پوځ کولی شي لویې بې پیلوټه الوتکې هم له منځه یوسي.

نوموړي له بي بي سي سره په مرکه کې وویل، ددغې آلې کاروونکی کولی شي د لنډ وخت لپاره هم الوتکه جام کړي، او د الوتکې څارونکي داسې ګومان کوي چې ګني ماشین یې کار پرېښی، یا کولی شي د اوږد مهال لپاره یې ماشین جام وساتي او د الوتکې د لوېدو لامل شي.

ټېلر وايي، دغه آله په بریتانیا، امریکا او فرانسه کې د حکومتونو له خوا آزمویل شوې ده.

د هوايي چلن چارواکو ددغه سیستم په رامنځ ته کېدو اندېښنه ښودلې ده، چې پر هوايي ډګرونو او الوتکو ته نژدې به د ډرون چورلېدل دوی ته ستونزه رامنځ ته کړي.

په امریکا کې د هوايي چلند فدرالي چارواکي هره میاشت له هغو پیلوټانو نه ۱۰۰ رپوټونه ترلاسه کوي، چې د دوی له الوتکو ایله ۵ میله لیرې یې بې پیلوټه الوتکې لیدلې دي.

فدرالي چارواکو په وروستیو کې یو داسې تړون لاسلیک کړ، چې پربنسټ یې د ټکنالوژۍ په مټ بې پیلوټه الوتکې او هغه ځایونه مشخصولی شي چې دغه الوتکې ترې کنټرولېږي.

Author

خروج از نسخه موبایل