وسله والو يو ځل بيا د اله ساى پر امنيتي پوستو بريدونه كړي

وسله والو يو ځل بيا د اله ساى پر امنيتي پوستو بريدونه كړي

وسله والو يو ځل بيا د اله ساى پر امنيتي پوستو بريدونه كړي د کاپيسا په اله ساى ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې ۷ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اله ساى امنيتي چارواکي وايي، نن سهار يو ځل بيا وسله والو مخالفينو په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو پر څو پوستو بريدونه کړي او تر دې دمه جګړه روانه ده.

د يادې ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې د نوم او غږ نه خپراوي په شرط كليد ته وويل، چې تر دې دمه په روانه جګړه كې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې پرون هم په اله ساى ولسوالۍكې د امنيتي ځواكونو او وسله والو ترمنځ جګړه كې د دولت ۲۶ تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او د ملي اردو دوه سرتېري هم ټپيان شوي وو.

Author

خروج از نسخه موبایل