طالبانو په بدخشان کې له ۱۸ امنیتي سرتېرو نه سرونه پرې کړي

طالبانو په بدخشان کې له ۱۸ امنیتي سرتېرو نه سرونه پرې کړي

اویغوریان او چیجنیان د سرغوڅونې له پاره ځانګړې ډله لري

د بدخشان د ولایت شورا رییس عبدالله ناجي نظري وویل، چې طالبانو دغه ۱۸ تنه د وردوج په جنګ کې اسیران کړي وو او له جنګ نه څو ورځې وورسته یې ترې په ډله ییز ډول سرونه پرې کړي دي.

د نظري پر وینا، قرباني شوي سرتېرې د ملي اردو او عامه نظم په لیکو کې په دندو بوخت وو. د دغو سرتېرو جسدونه دوه ورځې وړاندې د (سه شنبې) پر ورځ امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.

طالبانو د روان کال په لومړیو کې د بدخشان د «پل علي مغلان» په نامه سیمه، جرم، راغستان او وردوج ولسوالیو کې له ۴۰ سرتېرو نه سرونه پرې شول. د نظري پر خبر، هغه کسان، چې له امنیتي سرتېرو نه سرونه پرې کوي؛ د اویغور او چیچني وسله والو ډلو پورې تړاو لري، چې د هېواد په شمال کې ځای پر ځای شوي دي.

د هېواد په شمال کې د ۳۰۰ په شاوخوا اویغوریان او چیچنیان اوسېږي

ویل کېږي، چې د ۳۰۰ په تعداد اویغوریان او چیچنیان د هېواد په شمال کې اوسېږي، چې د سرغوڅونې له پاره ځانګړې ډله لري.

بل لور ته د بدخشان ځای ناستی والي شاه ولي الله ادیب وايي، چې طالبانو یوه میاشت وړاندې د بدخشان د جرم ولسوالۍ به دهن آب سیمه کې ۷ تنه سرتېرې په ژوندي ډول په یو کانتینر کې وسوځول.

ادیب وايي، طالبانو خپلو ټولو غړو ته امر کړی، چې له جنګي اسیرانو سرونه پرې کړي. د بدخشان ځای ناستی والي په دې باور دی، چې طالبان غواړي، په دې ډول په افغانانو کې وېره خپره کړي.

دمګړۍ د بدخشان د وردوج ولسوالۍ په ګډون د بهارک، جرم، راغستان، شهدا او تګاب کشم ولسوالیو ځېنې برخې د طالبانو په ولکه کې دي.

Author

خروج از نسخه موبایل