د ملي دفاع وزارت د ۱۷۵ وسله والو د وژل كیدو خبر وركړ

د ملي دفاع وزارت د ۱۷۵ وسله والو د وژل كیدو خبر وركړ

د ملي دفاع وزارت د ۱۷۵ وسله والو د وژل كېدو خبر وركړ د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ملي اردو ځواكونو په تصفيوي عملياتو كې ۱۷۵ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۸۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ننګرهار، غزني، پكتيا، پكتيكا، اروزګان،كندوز، زابل او يو شمېر نورو ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.

د سرچينې په وينا، د وسله والو مخالفينو بريدونو او ماين چاودنو كې د ملي اردو ۵ سرتېري هم وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

خروج از نسخه موبایل