باميانو كې داعش، طالبان او نامسووله وسله وال نشته

باميانو كې داعش، طالبان او نامسووله وسله وال نشته

ظهير: باميانو كې داعش، طالبان او نامسووله وسله وال نشته د باميانو ولايتي چارواكي وايي، په دغه ولايت كې دا مهال د طالبانو او داعش په شمول هېڅ ډول نامسووله وسله وال فعاليت نه لري.

د باميانووالي طاهر ظهير نن د يو خبري كنفرانس له لارې رسنيو ته وويل، باميان د امنيت له پلوه هېڅ ستونزه نه لري.

هغه همدا راز خلكو ته ډاډ وركړ چې د افغانستان له دښمنانو هېڅ ونه ډارېږي بلكې زياته يې كړه د دې ولايت ټولې سرحدي سيمې دمګړۍ د امنيتي ځواكونو تر كلك څار او حاكميت لاندې دي.

دا په داسې حال كې ده چې په دې وروستيو كې ځايي خلكو په باميانو كې د ناامنيو نه كلك شكايتونه لرل.

خو د باميانو امنيتي مسوولين ټينګار كوي اووايي چې يوازې د باميانو په ګاونډيو ولايتونو كې د نامسووله وسله والو فعاليت شايد واوسي مګر په باميانو كې دا ډول فعاليتونه نه تاييدوي: (( يوازې په سيغان او كهمرد ولسواليو كې له دې كبله چې له نورو ولايتونو سره ګډه پوله لري او اخوا له تالا و برفك كې وسله وال فعاليت كوي، نو دلته هم ګواښونه متوجه كېږي خو دا چې دلته دې طالبان يا نور وسله وال فعاليت ولري دا خبره كاملا دروغ ده. د سيغان، كهمرد او شيبر په هېڅ سيمه كې طالب نشته، زه تاسې ته په قاطعيت او ډاډ سره وايم چې د باميانو په خاوره هېڅ ځاى طالب نشته.))

د باميانو د ملي امنيت رئيس حيات الله روستازاده هم په خپلو خبرو كې وويل، دا مهال د كهمرد، سيغان و شيبر ايله دولس كسه طابانو سره يو ځاى د بغلان په تاله و برفك ولسوالۍ كې فعاليت كوي: (( موږ د باميانو په ټول قلمرو كې د طالب يا د دولت د مخالف هېڅ قرارګاه نه لرو، كه ټول يې راجمع كړئ نو له لسو يا دولسو تنو يې شمېر نه اوړي، دوى هم د تالا و برفك په تاله بازار او تيربندونو كې اوسي او دلته نه شي راتلاى.))

خو اصلي خبره دا ده چې تېره اوونۍ طالبانو د باميانو د كهمرد ولسوالۍ په شپېشته امنيته پوسته بريد وكړ چې په كې اووه تنه امنيتي سرتېري او لس وسله وال طالبان ووژل شول.

Author

خروج از نسخه موبایل