حکومت څلورو ولایتونو ته نوي واليان وټاکل

حکومت څلورو ولایتونو ته نوي واليان وټاکل

ولسمشر اشرف غني د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز څلورو ولایتونو ته نوي والیان ټاکلي دي.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویانده منیره یوسفزاده وویل چې یاسین ضیا د تخار د والي ، ظاهر وحدت د سرپل ، سیدانور سادات د فاریاب ، عبدالستار بارز د بغلان د والیانو په توګه ټاکل شوي.

هغې زیاته کړه، چې دغه راز حمدالله دانشي د کندوز ولایت د سرپرست والي او حاجی شهزاده مظلومیار د لغمان د مرستیال والي په توګه ټاکل شوی دی.

نوموړې وویل چې نوي ټاکل شوي والیان لوړې زده کړې لري او هیله یې څرګنده کړه چې خپلې چارې به په ښه توګه ترسره کړي.

د ولسمشر لخوا دیوه بل حکم له مخې ویس احمد برمک پيښو پر وړاندې دمبازې د اماده ګۍ د ملي ادارې د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې دوالیانو ټاکل د ملي یووالي حکومت یو له لانجمنو کارونو څخه و ځکه چې د حکومت یو کال بشپړ شو او تر اوسه ډیرو ولایتونو والیان نه درلودل او په سرپرستویې خپل کارونه پرمخ وړل.

Author

خروج از نسخه موبایل