ایران به په عراق کې د روسیې د پوځي عملیاتو ملاتړ وکړي

ایران به په عراق کې د روسیې د پوځي عملیاتو ملاتړ وکړي

د روسیې د پارلمان د مشرانو جرګې مشرې والینتینې ماتوي ېنکا اعلان وکړ، چې روسیه دېته چمتو ده، چې د روسیې د هوایي – کیهاني ځواکونو د جنګي الوتکو په کارولو سره، د عراق په خاوره کې د ترهګریز ضد عملیاتو د سرته رسولو په تړاو، لکه چې اوس په سوریه کې د داعش په وړاندې د مبارزې په چوکاټ کې کیږي، د عراق د چارواکو هيله تر کتنې لاندې ونیسي.

د ریا « نووستي » اطلاعاتي اژانس د ماتوي ېنکا دغه خبره راوړې ده: که چېرې عراق په رسمي ډول د پوځي مرستې هیله وکړي، نو د روسیې مشري به په دغه هېواد کې په هوایي عملیاتو کې زموږ د هوایي ځواکونو د ګډون سیاسي او پوځي معقولیت تر څېړنې لاندې ونیسي.

د روسیې د پارلمان د مشرانو جرګې مشرې پر هغو هېوادونو، چې د « اسلامي دولت » پر ضد په مبارزه کې ګډون لري، هم غږ وکړ، چې د هغه اطلاعاتي مرکز له کار سره لاس یو کړي، چې پخوا د روسیې، ایران، عراق او سوریې په هلو ځلو جوړ شوی او په دې ډول د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې برخه واخلي.

د ترهګرو پر ضد د مبارزې لپاره په عراق کې د روسیې د هوایي-کیهاني ځواک د پوځي عملیاتو د پيل کېدا احتمال څومره دی؟ ایران دغه کار ته څنګه ګوري؟ ایا ایران به له دغو عملیاتو سره د متحد هېواد په توګه یوځای شي؟

Author

خروج از نسخه موبایل