تېره شپه د ننګرهار ولايت په چپرهار كې د داعش او طالب وسلوالو د خپلمنځي نښتې له كبله پنځه طالب وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال تاييد كړه چې د چپرهار ولسوالۍ (شولانه) سیمه کې د داعش او طالب وسلوالو خپلمنځي نښته كې ۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده: (( دا جګړه چې بيګا په شولانې كې شوې، ۵ طالبان په كې مړه او ۳ ټپيان دي.))
دا په داسې حال كې ده چې تر دې څو ورځې وړاندې هم د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ کې داعشيانو او طالبانو تر منځ نښته شوې وه چې چارواكو ويل، دواړو لوريو ته د مرګ ژوبلې اوښتو تر څنګ ۶ كورونه هم سوځول شوي وو.