د افغانستان په شمال کې له کندوز ولایت نه ۱۶۵۷ تنه د جګړو له امله مزارشریف ته کډوال شوي دي.
لسګونه کورنۍ د مزارشریف له هوايي ډګر سره نژدې د حاجیانو په یوه پنډغالي کې ځای پرځای شوي دي.
بیځایه شوي کسان وايي، چې خپل ټول شته یې پرېښي اویواځې سرونه یې ژغورلي دي.
پرون ( اکتوبر ۶) ېې شمېر ۹۰ کورنۍ وو خو نن یې شمېره ۲۱۴ کورنیو ته لوړه شوی او څه باندې ۳۰ کورنۍ لا د نوم لیکنې لپاره په قطار کې ولاړې دي.
دغه ډېری کسان ترهغې وروسته راتښتیدلي، چې خپلوان او يايې د کورنیو غړي د دولت د مخالفو وسلوالو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتو وژل شوي دي.
هغوی چې په ګاډو کې مزارشریف ته رسیدلي پر لاره شته خطرونو ویرولي دي.
د سرپناه د کمښت له کبله د دغو کډوالو ښځې او ماشومان د پنډغالي د ودانۍ په یوه پوړ کې او نارینه په بل پوړ کې ځای پرځای شوي دي.