تحلیل(څیړنه): دمنا پیښې یو ځل بیا تهران او ریاض سره ښکر په ښکر کړل

تحلیل(څیړنه): دمنا پیښې یو ځل بیا تهران او ریاض سره ښکر په ښکر کړل.

په منځني ختیځ کې دوه ځواکمن هیوادونه چې ددې سیمې بیلا بیلې سیمې ددوی په واک کې دي دا ځل د حج په مراسمو کې د منا پیښې په هکله یوه بل ته سره په څنډه کې شوي دي. ایرانیان په دې آند دي چې عربستان د حج په مراسمو کې جدي کار نه دی کړی او په دې مراسمو کې د دوه پیښو په رامنځ ته کیدو سره داسې ښکاري چې دا هیواد د حج د مدیرت وړتیا نلري.

د ایراني رسنیو ناستو ویلي د منا پیښه په ډې ځاې کې د شاه د زوی او د ولیعهد د کاروان په رارسیدو سره رامنځ ته شوې ده ځکه چې ددې کاروان په رارسیدو سره ګڼه ګوڼه ډیره او ډيری کسان یې له مړینې سره مخ کړي دي. د ایران په آند د مج مراسمو به مدیریت کې هم سعودي عربستان ناغیړي کړې ده او عربستان په دې برخه کې له ناغیړیه او بې پروایه کار اخستی دی. خو د عربستان چارواکي دا یوه پیښه بولي او ددې هیواد مفتي دا د قدر او قضا له امله ښودلې ده ویلي یې دي باید ددې پیښې په تړوا څوک د عربستان پر حکومت باید نیوکه ونکړي. سعودي عربستان له دې هم ور هخوا پښه ایښې ویلي یې دي، د منا پیښه د حاجیانو د بې پروایې له امله رامنځ ته شوې ده او په خپله دوی ددې پیښې د رامڼخ ته کولو لاملین دي. ایران چې ډيری وګړي یې په دې پیښه کې له لاسه ورکړي د سعودي عربستان په دې څرګندونو لا ډير قهر جین شوی چې دوی نه یواځې دا چې په دې مراسمو کې خپلې نیمګړتیاوې نه مني بلکې په خپله حاجیان ددې پیښې په رامڼخ ته کولو تورنوي او حتی د قربانیانو له کورنیو د بښنې غوښتنې ته هم حاضر نه دي.

په هر صورت د منا پیښې د سعودي عربستان او ایران ترمنځ ستوزنې په داسې حال کې ډيرې کړې چې دې هیوادونو له دې مخکې هم په بیلا بیلو برخو کې په خپلو کې سره ستونزې درلودې دې پیښې د دواړو هیوادونو ترمنځ پر غوټو یوه بله غوټه ور ډيره کړې ده.

د ایران لویه اندیښنه دا ده چې له دې پیښې وروسته په سلګونه ایراني حاجیان تري تم شوي دي او ایران د سعودي عربستان دا کړنه د پلان له مخې بولي وایي چې دوی دا ډول پلان مخکې له مخکې رامنځ ته کړی وو ویل کیږي چې د منا په پیښه کې د ایران لوړ پوړۍ چارواکی او په لبنان کې ددې هیواد پخوانی سفیر په ورک شویو کسانو چې شتون لري خو سعودي عربستان ویلي چې د ایران دا لوړ پوړی چارواکی اصلآ د روان کال د حج په مراسمو ته نه دی راغلی او که راغلی هم وي په جعلي اسنادو سره راغلی دی. خو ایران د ښاغلي رکن آبادي د فلمونو پآسپورت او ویزې په خپرولو سره د عربستان دا ادعا رد کړې ده.

که څه هم ایرانیانو ټینګار نه دی کړی خو ویل کیږي خو ویل شوي ډيری ایراني حاجیان چې د روان کال د حج په مراسمو کې یې ګډون کړی وو تري تم شوي دي. همدا مسله وه چې ایران دا موضوع ډیره جدي نیولې او ددې هیواد ولسمشر حسن روحاني په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په ناسته کې خپل سفر نیمګړۍ پریښود عربستان تر اوسه د سړي تښتونې پّ تور تورن شوی نه دی خو د منا پیښه د ایرانیانو له لوري یو ډول د عربانو د سړي تښتونې پیښه ګنل کیږي هغه پیښه چې د منا تر سیوري لاندې تر سره شوې ده

ددې مسلې له امله د ایرانیانو څرګندونې تیزې شوې او د ایران ملي امنیت شورا لوی منشي علي شمخاني ویلي چې عربستان له داعش وروسته اسلام ته تر ټولو لوی زیان اړولی دی. د ایران مشر آیت الله خامنه اي هم تیره اونۍ د پوځیانو ترمنځ د خپلو خبرو په لړ کې سعودي عربستان ته د خبرداری ترځنګ وویل: د عربستان دولت د وژل شویو کسانو په لیږدولو کې مرسته نه کوي اودوی هم تر اوسه له صبره کار اخستی اسلامي ادب د ورورګلوی حرمت یې ساتلی دی خو عربستان باید په ډې پوه شي چې په مکه او مدینه کې لسګونه زره ایراني حاجیانو ته سپکاوی به د ایران له کلک غبرګون او سخت قهر سره مخ شي

د حج پیښې د ایران او عربستان اړیکې نورې هم پسې ترینګلې کړې او کیدای شي ددې پیښې سیوری د سوریې او یمن پر حالاتو هم اغیزه وکړي او د منځني خیتځ پّ تړاو راتلونکې حالات زیانمن کړي. سعودي عربستان د چهار شنبه په ورځ ایراني څیړونکي پلاوې ته دې هیواد ته د ورتګ اجازه ورکړه او تر اوسه هم د ورکو شویو حاجیانو د برخلیک په هکله مالومات شتون نلري.

Author

خروج از نسخه موبایل