د افغانستان په شمال کې له کندوز ولایت نه ۱۶۵۷ تنه د جګړو له امله مزارشریف ته کډوال شوي دي

د افغانستان په شمال کې له کندوز ولایت نه ۱۶۵۷ تنه د جګړو له امله مزارشریف ته کډوال شوي دي.

لسګونه کورنۍ د مزارشریف له هوايي ډګر سره نژدې د حاجیانو په یوه پنډغالي کې ځای پرځای شوي دي.

بیځایه شوي کسان وايي، چې خپل ټول شته یې پرېښي اویواځې سرونه یې ژغورلي دي.

پرون ( اکتوبر ۶) ېې شمېر ۹۰ کورنۍ وو خو نن یې شمېره ۲۱۴ کورنیو ته لوړه شوی او څه باندې ۳۰ کورنۍ لا د نوم لیکنې لپاره په قطار کې ولاړې دي.

دغه ډېری کسان ترهغې وروسته راتښتیدلي، چې خپلوان او يايې د کورنیو غړي د دولت د مخالفو وسلوالو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتو وژل شوي دي.

هغوی چې په ګاډو کې مزارشریف ته رسیدلي پر لاره شته خطرونو ویرولي دي.

د سرپناه د کمښت له کبله د دغو کډوالو ښځې او ماشومان د پنډغالي د ودانۍ په یوه پوړ کې او نارینه په بل پوړ کې ځای پرځای شوي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل