طالبانو ويلي چې په افغانستان کې امريکائي پوځي الوتکه ويشتلې ده

طالبانو ويلي چې په افغانستان کې امريکائي پوځي الوتکه ويشتلې ده

د «طالبانو» وسله وال غورځنګ ویلي چې دافغنستان په ختيځ کې ئي امريکائي ترانسپورتي الوتکه رانسکوره کړي ده. دامطلب فرانسپرس اژانس په تولنيزو شبکو کې د «طالبانو » دخبر له مخې ور کړی دي.

د امريکا د متحده ايالاتو C-130 Hercules پوځي ترانسپورتي الوتکه تیره شپه د جلال اباد ښار هوائي ډګر ته نږدي لويدلي ده. د ورستيو معلوماتو له مخې په دغه پيښه کې د ۶ امريکائي پوځيانو په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي دي. ددغې الوتکې درالويد علت تراوسه پورې نه دی معلوم. خو امريکائي پوځيان وائي چې دالوتکې د لوېدو په سيمه کې د وسله والو کسانو فعاليت نه دی تر سترګو شوی.

Author

خروج از نسخه موبایل