افغان امنیتي ځواکونو بېرته د کندوز کنترول تر لاسه کړی دی

افغان امنیتي ځواکونو بېرته د کندوز کنترول تر لاسه کړی دی’

افغان چارواکي وايي اوس امنیتي ځواکونه کندوز ښار کې چاڼیز عملیات کوي

رپوټونو کې ویل شوي دي، چې د افغان امنتیتي ځواکونو د دغه هېواد په شمال کې د کندوز ښار کنترول بېرته تر لاسه کړی دی.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، د حکومت مخالفو وسله والو ته درانه تلفات اوښتي او وايي اوسمهال په ښار کې چاڼیز عملیات روان دي.

نوموړي د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

بل لور ته وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.

د کندوز پولیسو ویاند سید سرور حسني بي بي سي ته وویل:

‘ د افغان امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې، چې د امریکايي ځواکونو په هوايي ملاتړ د شپې په نهه بجې پیل شوي وو، تر سهاره د ولایت مقام ودانۍ، د امنیې قومندانۍ او د ملي امنیت ریاست په بشپړه ټول تصفیه او پاکاري شوي دي. دښمن ته درنه مرګژوبله اوښتې او د طالبانو مړي ځای – ځای پراته دي. امنیتي ځواکونه مخ پر وړاندې روان دي او په عملیاتو کې بمباري هم شوې.’

پر ټولیزو رسنیو کندوز کې د افغان سرتېرو انځورونه خپاره شوي دي

له دې مخکې د ناټو ځواکونه کندوز ته رسیدلي و، چې په عملیاتو کې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.

د امریکا جیټ الوتکو هم پر طالبانو هوايي ګوزارونه کړي دي.

د بي بي سي خبریال احمد یما د عیني شاهدانو له قوله وايي، چې افغان ځواکونه د کندوز بالاحصار ته هم ورغلي او دغه ځای یې بېرته نیولی دی.

د کندوز بېرته نیولو عملیات تېر ماخوستن نهه بجې پیل شول او ګهیځ شاوخوا درې بجې پکې شدت راغی سیدسرور حسیني

د کندوز پولیسو ویاند بي بي سي ته وویل، چې همدا اوس په ښار کې چاڼیز عملیات پیل شوي دي او دوی د ښار ټولو برخو کنترول تر لاسه کولو لپاره پرمختګ کوي.

د نوموړي په وینا د کندوز بېرته نیولو لپاره د هوا او ځمکې له لارې مشترک عملیات ماخوستن نهه بجې پیل شول او د شپې له دریو بجو وروسته پکې شدت راغی.

نوموړی مني، چې د عملیاتو په لړ کې تلفات هم اوښتي، خو د کره شمېرو په اړه یې څه و نه ویل.

بل لور ته د بي بي سي خبریال وايي وسله وال طالبان ادعا کوي، چې ښار لا هم د دوی په کنترول کې دی.

په ورته مهال کې د کندوز د امام صاحب ولسوال امام دین قریشي بي بي سي ته منلې چې دا ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده. ښاغلی قریشي وایی په ولسوالۍ کې د دوی ځواکونو ته مرسته ونه رسېده او دوی هم له سیمې ووتل.

‘ درې ورځې کېږي، چې کندوز سقوط کړی دی، ولې مرکزي حکومت له کندوز سره مرسته و نه کړه؟

که ولایت سقوط نه وای کړای، موږ ولسوالي نه خوشې کوله. زموږ اکمالات له ولایت څخه کېدل او ولایت سقوط وکړ، ځکه موږ ته کوم اکمالات نه دي شوي. درې ورځې کېږي، چې جګړه روانه ده، والي نه شته، خو موږ هره شېبه له مرستیال والي نه د مرستې غوښتنه کړې ده. هغه وايي، چې ژر به کندوز ونیول شي او لاره به پرانیستله شي، خو تر اوسه یې کندوز نه دی نیولی. ‘

ښاغلی قریشي وایی که مرسته ور ورسېده نو کولی شي بېرته د امام صاحب ولسوالي ونیسي.

له دې سره هم مهال د افغانستان د حکومت اجراییه ریس چې په نیویارک کې دی پر ټولو افغانانو غږ وکړ چې د افغان امنیتي ځواکونو تر شا ودرېږي.

نوموړی وایی هېڅ دولت هم سل په سلو کې د بري دعوا نه شي کولی او دې ته په کتو سره چې دوی ته څه ورپاتې دي.

ښاغلی عبدالله وایی د کندز مساله ورته جدي ارزښت لري او نه یوازې د کندوزیانو بلکه د ټولو افغانانو لپاره جدي ده.

نوموړي بي بي سي ته وویل سره له دې چې افغان امنیتي ځواکونو د هېواد نه په مستقلانه ډول دفاع کوي خو لاهم بهرنیو مرستو ته اړتیا لري، خو د لنډ مهال لپاره.

Author

خروج از نسخه موبایل