پر کندز ولايت د وسله والو مخالفينو له څلورو لورو بريد په شا تمبول شوی

پر کندز ولايت د وسله والو مخالفينو له څلورو لورو بريد په شا تمبول شوی او دوی ته درنه مرگ ژوبله اوښتې ده. وسله والو طالبانو تيره شپه په سپکو او درنو وسلو سره د کندز پر ښار بريد وکړ او د سهار تر نهو بجو د کندز په مرکز کي جگړه روانه وه

د کندز پر ښار د وسله والو د تیرې شپې برید په دوه بجو پیل شوی. وسله والو د امام صاحب، کابل، خاکني، زاخیلوال او قلعه ګاو له لورو د کندز پر ښار برید وکړ او له امینتي ځواکونو سره یې سخته جګړه پیل شوه. په دې برید سره د کندز ولایت د سقوط ډيره شونتیا رامنځ ته شوې وه او د نن سهار په لومړنیو ساعتونو کې راپور ورکړل شو که چیرې دې ولایت ته مرستندویه ځواکونه ونه رسیږي کیدای شي دا ښار د وسله والو لاس ته ولویږي. د ریپوټونو له مخې کندز ته د مرستندویه ځواکونو په رسیدو سره جګړه نن سهار په نهو بجو پآی ته ورسیده او د وسله والو برید په شا وتمبول شو.

د کندز امنیې قومندانۍ د مطبوعاتو مسول سید سرور حسینی ددې خبر په پخلي سره ویلي، د مرستندویه ځواکونو په را رسیدو سره وسله والو طالبان له ښاره په شا کړل شول او ددوی شل مړي د جګړې په سیمه کې پاتې دي. ده ویلي حالات دوی کابو کړي او په دې جګړه کې یواځې د افغان امنیتي ځواکونو پنځه سرتیري ټپیان شوي دي.

خو د کندز روغتیایي مسولینو ویلي چې تر اوسه دوی ته دوه مړي او څلور دیرش ټپیان وروړل شوي چې ډيری یې ملکي وګړي دي.

بله خوا د ولسي جرګې ریس په ننی غوڼده کې وویل: دوی دوه ورځې وړاندې له ولسمشر سره لیدلی وو او ښاغلي غني د کندز والي د ګوښه کیدو لپاره څلور ویشت او د ولسوالیو د بیرته نیولو لپاره یې اته څلویښت ساعته وخت غوښتی وو خو د نیټې په بشپړیدو سره نه والي له دندې ګوښه شو او نه هم د وسله والو طالبانو په لاس کې ولسوالۍ ونیول شوې.

دوی په کندز ولای کې د جګړې مسولیت پر ولسمشر ور اچولی ویلي یې دي له ولسمشره نیولې د جګړې تر ټيټ ترینه قومندانه په جګړه کې پاتې راغلي. بله خوا په ولسي جرګه کې د هرات استازي قاضي حنفي ویلي: بهرنیان د جګړې دواړه لوري تمویلوي ده ویلي: د امریکا او انګلستان سفیران او د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی باید را وغوښتل شي او له دوی څخه په دې هکله پوښتنې وشي.

Author

خروج از نسخه موبایل