د اردوغان دولت لپاره یوه بله رسوائي

د اردوغان دولت لپاره یوه بله رسوائي

انګلیسي ګارډین ورځپاڼه: د ابو سیاف له هډې څخه د تر لاسه شویو اسنادو له مخې، چې د داعش او ترکیې لوړ پوړیو چارواکیو په اړه وو، په هکله یې یوه لویدیځ چارواکي ګارډین ورځپاڼې ته ویلي: « د داعش او ترکیې د لوړ پوړیو چارواکیو ترمنځ اړیکې د پټیدو وړ نه دي.» (ابو سیاف د داعش د تیلو قاچاقو مسول وو او څه موده وړاندې د امریکا په هوایي برید کې ووژل شو). که څه هم لویدیځ چارواکي په ډير احتیاط سره د داعش او ترکي چارواکیو ترمنځ د اړیکو په هکله څه نه وایي خو په دې هلکه خپله ناخوښي څرګندوي. ترکیې له هغه وروسته او له دوه کلونو وروسته چې په سوریه کې د داعش پر وړاندې بریدونه پیل کړي خو بیا هم دا هیواد له خپلې خاورې د ترهګری په صادرولو تورن دی او داسې ویل کیږي چې ددې هیواد له خاورې سوریې ته د ترهګرولپاره لاره پرانستلې ده په عراق او سوریه کې خپلو موخو ته د رسیدو په لټه کې ده. داهسې هم ویل کیږي او په هکله یې انڅورونه او اسناد شتون لري چې ترکیې د داعش پر وړاندې په هوایي بریدونو کې ددوی هیڅ یو مرکز او مورچل نه دی په نښه کړی او حتی په څینو برخو کې یې د امریکا په څیر په ګام پورته کونې سره د تیلو پر وړاندې دې ډلې ته وسلې او نور پوځي توکي ورکړي دي او دترکېې دا کړنه په افغانستان عراق او یو شمیر نور هیوادونو کې د امریکا د ترهګری پر وړاندې په نامه مبارزه کې چې موخه یې په دې سیمو کې د پل پیدا کول وه ورته دی. ګارډین لیکلي: تونسي جنګیالی ابو سیاف په دوه زره دیارلسم کال کې د سوریې له ختیځو سیمو د تیلو د قاچاقو مسول وو. د تیلو له تور بازار څخه داعش ښه عواید تر لاسه کړل او ترک لوری ددې تیلو لوی پیرودونکی اړخ وو.

Author

خروج از نسخه موبایل