په واک کې د بشار اسد پاتې کیدل دسوریې ستونزه هواروي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف په سوچې کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر فریدون سینیرلي اوغلو سره د کتنې د پایلو په تړاو مطبوعاتي کنفرانس ورکړ. د لاروف له خولې مسکو او انقره د سوریې د بحران د خلاصولو په تړاو ګډ درځ لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، پر همدې سربېره دا هم وویل، چې روسیه او ترکیه دواړه د دې لېوال دي، چې د ملګروملتونوټولنې تر څارنې لاندې د سوریې په تړاو بشپړ ارزښته سیاسي خبرې اترې پیل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل: د سوریې د پرابلم د حل په تړاو د غږېدا په ترڅ کې د یادولو وړ ده، چې روسیه او ترکیه دواړه د دې غوښتونکي دي، چې د ملګروملتونوټولنې تر څارنې لاندې دې د سیاسي خبرواترو داسې بهیر پیل شي، چې ټاکلې منځپانګه ولري او له هغو موافقو سره سم پایلې ورکړي، چې ان لا په ۲۰۱۲ کال کې د ژېنېو په اعلامیه کې ځای شوي. د دغو موافقو په لاسته راوړلو کې روسیې او ترکیې هم ګډون کړی و.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر په اند، هغه ځواکونه، چې په سوریه او له سوریې نه د باندې د « اسلامي دولت » په نامه د ترهګرې ډلې په وړاندې مبارزه کوي، خپلې هلې ځلې باید د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې سره یوموټی کړي. لاوروف زیاته کړه، چې بین المللي ټلواله هم باید د ترهګرو په وړاندې په مبارزه کې د سوریې وس له پامه ونه غورځوي او په جیوپولیتیکي لوبو کې ځان ښکېل نه کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په مطبوعاتي کنفرانس کې د خپلې وینا په ترڅ کې زیاته کړه: د سوریې له مشرتابه سره له همکارۍ نه د ډډه کولو هیڅ ډول علتونه نشته. لومړی په دې چې د سوریې مشري د ترهګریز ګواښ په وړاندې نېغه ولاړه ده او مبارزه کوي. دویم، د سوریې ولسمشر د هېواد د وسله والو ځواکونو سراعلی قوماندان دی او دا داسې ځمکنی قوت دی، چې د ترهګرۍ پر ضد جنګيږي او جنګي وړتیا او مورال یې ډېر لوړ دي. د دغه اغېزمن قوت د کارولو له شونتیاوو نه ډډه کول، د « اسلامي دولت » په وړاندې په مبارزه کې د انډیوال او متحد په توګه د سوریې د اردو پر وس سترګې پټول له خیالي جیوپولیتیکي جوړښتونو او محاسبو نه د ټولې سیمې د امنیت قربانول دي.

لاوروف په ټینګار وویل، چې دغه مفکوره، چې له واکمنۍ نه د بشار اسد لرې کېدل به سیمه له ترهګرۍ وژغوري — هسې خیال دی.

لاوروف زیاته کړه: زموږ انډیوالان د غوراوي لپاره دوې لارې لري: یا به پر دې باندې خپل ټينګار ته دوام ورکوي، چې یوازې د ولسمشر اسد لرې کېدا سیمه له ترهګرۍ ژغورلی شي، خو زما په فکر اوس ټولو ته د دغې مفکورې خیالیتوب په ډاګه شوی دی. او یا به له هغو ټولو ځواکونو سره همکاري پیلوي، چې د زړه له کومې د دغې تاریخي بې سارې سیمې د ړنګېدا د مخنېوۍ غوښتونکي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر په عقیده، د روانې شېبې د ګټو، د داخلي او یا بهرنیو سیاسي عواملو له امله د دغې سیمې د ژغورلو په موخه له همکارۍ نه باید ډډه ونه شي. او د ترهګریز ګواښ پر ضد ټولې هلې ځلې باید له بین المللي حقوقو او د بین المللي سازمانونو له بنسټلیکونو سره په ټکر کې نه وي او په ناقانونیو وانه وړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د همدې ټولو په ترڅ کې دا هم په ټینګار وویل، چې یوازې د سوریې ولس د سوریې برخلیک ټاکلی شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *