سوریه د اړتیا وخت کې له روسي ځواکونو مرسته غواړي
سوریه د اړتیا وخت کې له روسي ځواکونو مرسته غواړي
ولید المعلم وايي، تر اوسه روسي ځواکونه په جګړه کې نه دي ښکېل شوي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم د سوریې کورنۍ جګړه کې د روسي ځواکونو د جنګېدو خبره رد کړې، خو ټینګار یې دا دی چې دمشق به د اړتیا په وخت کې پر مسکو د مداخلې کولو غږ وکړي.
دا څرګندونې وروسته تر هغه خپرې شوې دي، چې د روسیې له لوري د سوري ولسمشر بشارالاسد د حکومت په ملاتړ د سوریې په خاوره کې د پوځيانو د ځای پر ځای کېدو خبرونه خپاره شول.
د سوریې له تلوېزیون سره دده هېواد د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم ویلي: ”تر اوسه له روسي ځواکونو سره اوږه په اوږه د سوریې په خاوره کې جګړ لا نه ده پیل شوې، خو که چېرې موږ اړ شو، نو دا غوراوی به هم وڅېړو او پوځيان به وغواړو.”
په ۲۰۱۱ کال د سوریې له کورنۍ جګړې پیلېدو راهیسې، روسیه د اسد د حکومت ټینګ ملاتړ کوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تېرې سې شنبې په ورځ وویل، حکومت به یې د سوري حکومت پوځي ملاتړ ته دوام ورکړي، خو ټینګار یې دا دی چې نور هېوادونه هم سوریې ته د روسیې په څېر د ”پوځي ملاتړ” له ټیم سره یوځای شي.
مسکو وايي، د دمشق پوځي ملاتړ ځکه کوي، چې د ”اسلامي دولت” د جنګیالیو پرضد ښه جګړه وکړي.
خو د امریکا متحده ایالاتونه له دمشق سره د روسي ملاتړ ته د شک په سترګه ګوي او نیوکه یې دا ده چې د روسیې دا ګام به ”ناوړه پایلې” ولري.
امریکا وايي، د سوریې جګړې ته لمن وهل په هېواد کې په لوی لاس د ولس ځپل او د هېواد ویجاړول دي.
په وروستیو کې، د امریکا متحدو ایالتونو په سوریه کې د روسي خوځښتونو او فعالیت په اړه اندېښنه وښوده.
د سوریې ساحلي لاذقیه ښار ته څېرمه روسي ټانکونه او پوځيان لیدل شي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند وړاندې ویلي وو، د روسیې دا خوځښت په دې معنا دی چې مسکو هلته د یوه ”پرمختللي هوايي ډګر” د جوړولو هوډ لري.
روسیه وايي، سوریې ته یوازې بشري مرستې رسوي
خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف بیا دا تور ردوي او وايي چې هېواد یې د مسکو د غوښتنې پرمهال هلته پوځي همکاري کوي.
د سوریې په روانه کورنۍ جګړه کې تر اوسه تر ۲۴۰ زرو ډېر کسان وژل شوي، میلیونونه نور له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.