انترنیتي غلا د چین – امریکا د اړیکو ستر خنډ

انترنیتي غلا د چین – امریکا د اړیکو ستر خنډ

ولسمشر بارک اوباما د ٢٠١۴ کال په نومبر کې چین ته د سفر په وخت.

د چین ولسمشر شي جین پینگ راتلونکي اونۍ په داسي حال کې امریکا ته سفر کوي چې د دواړو هیوادونو اړیکې خړې پړې شوې دي، په ځانگړې توگه د انترنیتي امنیت مسلې د دواړو هیوادونو په اړیکو سیوری اچولی دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وایی چې د چین د ولسمشر سره په خبرو اترو کې تر ټولو مهمه د انترنیتي غلا موضوع ده.

د روانې اونۍ په پیل کې هم بارک اوباما د چینايې سوداگرانو سره د کتنې پر وخت هغوي ته وویل چې د چین لخوا چې کوم انترنیتي بریدونه کیږي، د هغې مخنیوی ضروري دی.

ښاغلي اوباما زیاته کړه چې انترنیتي جاسوسي د عادي جاسوسۍ نه په بنسټیزه توگه مختلفه ده چې کومه د چین حکومت او د هغوی گډاگیان یې د سوداگرۍ په برخه کې کوي. دوي د کمپنینو مهم معلومات غلا کوي.

امریکایي چارواکو ویلي دي چې هغوي په چین باندي بندیزونه لگولی شي.

اوباما چیناېي سوداگرو ته وویل چې هغوي په داسي لارو چارو غور کوي چې د چین حکومت ته دا پیغام ورکړي چې د انترنیتي غلا او بریدونو مسله ډیره جدي ده.

د چین په یوې دولتې ورځ پاڼې گلوبل ټایمزکې نن د جمعې په ورځ یوه مقاله خپره شویده او لیکلي یې دي چې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما څرگندونو ناهیلي کړیدي. ورځپاڼه زیاتوي چې امریکا د انترنیتي امنیت د مسلې په برخه کې غیرمسولانه تورونه لگوي.

چین هم ادعا کوي چې پرې انترنیتي بریدونه کیږي

چین په پرله پسې توگه دا واېي چې هغوي د انترنیتي غلو په خلاف اقدامات کوي. پرون د پنجشنبې په ورځ د چین د بهرنو چارو د وزارت مرستیال ژنگ ژوانگ وویل چې هغوي به د امریکا تورونو ته ځواب وواېي.

ښاغلی ژوانگ واېي چې د چین په حکومت دا ډول تورونه په بشپړه توگه بی بنسټه دي. هغه وویل څوک چې دا ډول انترنیتي بریدونه ترسره کوي هغوي د چین د قانون نه سرغړونه کوي او د چین حکومت به هغوي ته سخته سزا ورکوي.

چین تل د امریکا د متحده ایالاتو له خوا دا ډول تورونه رد کړي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل