په پغمان کې ځانمرګي برید ۴ تنه وژلي او ۱۱ یې ټپیان کړي
د پغمان ولسوالي د کابل په لودیځه خوا کې پرته ده.د پغمان ولسوالي د کابل په لودیځه خوا کې پرته ده.
د کابل پولیس وايي په دې برید کې د دوو پولیسو په ګډون څلور تنه وژل شوي او ۱۱ ښځې او ماشومان ټپیان شوي دي.
د کابل پولیس وايي، د پغمان د ولسوالۍ پر ودانۍ د موټربم برید په پایله کې څلور تنه، چې دوه پولیس هم ورکې شامل دي وژل شوي او د ۷ ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون ۱۱ ملکي کسان ټپیان شوي دي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند عبادالله کریمي وویل، برید کوونکي نن له غرمې مخکې یولس نیمې بجې له چاودیدونکو توکو ډک موټر ته د پغمان د ولسوالۍ ودانۍ تر څنګ چاودنه ورکړه.
ښاغلي کریمي وویل، په وژل شوو کې د پغمان د ولسوالۍ جنايي مدیر هم شامل دی.
خو په سیمه کې عیني شاهدانو امریکا ته ویلي چې د پیښې د ټپیانو شمیر زیات دی.
د دې پیښې مسئولیت تر اوسه کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی