فرانسه كې غر ښوېدنه، ۷ مړه، ۱ ټپي
فرانسه كې غر ښوېدنه، ۷ مړه، ۱ ټپي د فرانسې د الپس غرنۍ لړۍ غرونو په پيلوو سيمه كې پر اتو غر ختونكو د واورې د راښوېدنې په پېښه كې ۷ تنه مړه يو ټپي شوى دى.
پېښه په ځايي وخت نن ۱۰ بجې د ايكرنز نومې ۴ زره متره لوړې څوكې څخه د واورې ښوېيدنې له كبله رامنځته شوې ده.
چارواكي وايي، په وژل شويو كې يو هم فرانسوي وګړى نه دى او ټول سيلانيان وو.
ژغورونكې ډلې په سيمه كې اوسمهال د دې لپاره پلټنې كوي چې چرته نور كسان هم په دې پېښه كې تر واورې لاندې وشوي نه وي.
په سيمه كې د پوليسو يو قومندان كرستين فليجيلا وايي، دغلته موسم لا هم د ژمي په څېر يخ دى.