پاکستان کې د افغان کډوالو اوسیدو مودې پر غځولو غور کېږي

پاکستان کې اوس مهال ۱۵۰۰ زره افغان کډوال اوسي، چې د ملګرو ملتونو لخوا اسناد ورکړل شوي دي دنیا اسلم خان

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسیدو مودې دوو کلونو لپاره غځول کېدو رپوټونه رد کړي دي. دغه اداره وايي په دې اړه لا هم غور کېږي.

د روان کال اګست په ۱۵ مه کابل کې د ملګرو ملتونو، افغانستان او پاکستان له درې اړخیزو خبرو وروسته پاکستاني رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړي وو، چې ګواکې هلته د مېشت افغان کډوالو د اوسیدو موده د دوو نورو کلونو لپاره غځول شوې ده.

   پاکستان کې اوس مهال ۱۵۰۰ زره افغان کډوال اوسي، چې د ملګرو ملتونو لخوا اسناد ورکړل شوي دي او پاکستان حکومت نه شي کولای د نړیوال قوانینو خلاف دغه کډوال د دوی له خوښي پرته په زور خپل هېواد ته ستانه کړي.

   د یو این ایچ سي ار ویانده دنیا اسلم خان

د یو این ایچ سي ار ویانده دنیا اسلم خان دې لړ کې وايي، چې د کابل غونډه کې په دې اړه هوکړه شوې وه، خو په وینا یې دې لړ کې به د پاکستان پارلمان وروستۍ پرېکړه کوي، چې د پاکستان فدرالي وزیر عبدالقادر بلوڅ به ورته دغه موضوع وړاندې کوي او وايي له هغه وروسته به په دې اړه څه ویل شوني وي.

د نوموړې په وینا د کډوالو موضوع په پاکستان کې په غیر قانوني توګه استوګن افغانانو سره تړاو نه لري، ځکه وايي دغه کسان له ملګرو ملتونو سره ثبت نه دي، چې وايي له کبله یې قانوني حیثیت هم په ملګرو ملتونو پورې تړاو نه لري.ش

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *