په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې د القاعدې يو قوماندان او دوه ځانمرګي وژل شوي

د ملي امنيت موظفينو په ننګرهار او پکتيکا ولايتونو کې د القاعدې شبکې يو قوماندان او دوه ځانمرګي بريد کوونکي وژلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د ننګرهار ولايت د لعلپورې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوال ګل اغا او په دې ولسوالۍ کې د طالبانو پوځي مسوول عبدالعليم اولزي غوښتل چې دوه ځانمرګي بريدونکي له موټر بم سره يو ځاى جلال اباد ښار ته داخل کړي.

د سرچيني په حواله، طالبانو هوډ درلوده چې دغه کسان د ځانمرګي بريد له واسکټونو سره يوځاى د مومند درې ولسوالۍ د غوث اباد له ګردي سيمې څخه جلال اباد ښار ته رهنمايي کړي.

خو په خبرپاڼه کې ليکل شوي چې په ياده سيمه کې د ملي امنيت د ځواکونو او يادو کسانو ترمنځ نښته شوې چې په ترڅ کې يې ځانمرګي بريدکونکي وژل شوي او موټر بم هم له منځه تللى دى.

دغه راز د ملي امنيت د يوې بلې خبرپاڼې له مخې، د ملي امنيت موظفينو د پکتيکا ولايت په ګومل ولسوالۍ کې د القاعدې شبکې د خرم په نوم يو قوماندان وژلى دى.

د اخبرپاڼې په حواله، افغان او بهرنيو ځواکونو د ګومل ولسوالۍ په پنځو سيمو کې د وسله والو مخالفينو پر مرکزونو بريدونه کړي دي.

سرچينه ليکي چې د دې ګډو عملياتو په ترڅ کې ياد شوى قوماندان او اووه نور ملګري يي وژل شوي دي.

د يادو کسانو د وژل کيدو په اړه تراوسه طالبانو او يا هم القاعدې شبکې څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *