ملي امنیت اداره وايي پکتیکا کې د القاعده شبکې غړی وژل شوی

د ملي امنيت اداره وايي دې لړ کې شویو عملياتو کې بهرنيو ځواکونو هم برخه درلوده

د افغانستان ملي امنیت اداره وايي د القاعدې شبکې يو جيگپوړى غړى يې د پکتیکا په ګومل ولسوالۍ کې له څو نورو ملگرو سره یو ځای وژلى دى.

په خپلواکه توگه په دې اړه څه نه دي ويل شوي او نه هم د وژل شوي تن نوم ښودل شوى دى، خو د ملي امنيت اداره وايي دې لړ کې شویو عملياتو کې بهرنيو ځواکونو هم برخه درلوده.

بلخوا د پکتیکا والي امین الله شارق بي بي سي سره خبرو کې ادعا کړې ده چې د دې ولايت په ګومل، سروبي او برمل ولسوالیو کې يې لسگونه وسله وال وژلي دي.

‘ موږ ته رسیدلو رپورټونو کې ویل شوي دي، چې په دغو هوايي بریدونو کې وژل شویو کسانو کې بهرنیان هم وو، چې مړي یې له پولې بل لور ته لېږدول شوي دي او ۴۴ نور وژل شوي کسان، چې د دوو تېرو شپو عملیاتو کې وژل شوي دي، د حکومت وسله وال مخالفان دي، چې همدلته خاورو ته سپارل شوي دي.’

پکتیکا جنوبي وزیرستان ته څېرمه پروت ولایت دی، چې ډېری مهال ورنه د نا امنیو رپوټونه ورکول کېږي.

طالبانو تر دې دمه دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *