جرمني د کډوالو د مخنیوي لپاره پر خپلو پولو محدودیتونه لګولي

جرمني د کډوالو د مخنیوي لپاره پر خپلو پولو محدودیتونه لګولي

آلمان، اتريش او د چيک جمهوريت د آلمان ميونيخ او نورو ښارونو ته د بې ساري شمېر کډوالو له ورتگ وروسته په خپلو پولو محدوديتونه سخت کړي دي.

د آلمان د کورنېو چارو وزير ټاماس دې مزیري ويلي دي په دې لړ کې اخيستل شوي گامونه به د لنډ مهال لپاره وي .

ښاغلي مزیري ویلي چې کډوال د ځان لپاره کوربه هېواد نه شي غوره کولى.

ده په اروپايي ټولنې غږ وکړ چې په دې لړ کې ډير نور څه وکړي.

د آلمان د کورنېو چارو وزير وويل چې د تازه گامونو د اخيستلو موخه د کډوالو د روان بهير کمول دي.

د آلمان ميونيخ ښار ته يوازې تېره شنبه ديارلس زره کډوال رسيدلي.

آلماني چارواکي تمه کوي چې روان کال کې به اته لکه کډوال د دوى هېواد ته ورځي.

دې کډوالو کې ډير يې له سوريې، افغانستان او اريټريا څخه ښودل شوي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل