د ملي دفاع وزارت د ۱۰۰ وسله والو د وژل كیدو خبر وركړ
د ملي دفاع وزارت د ۱۰۰ وسله والو د وژل كیدو خبر وركړ
د ملي دفاع وزارت د ۱۰۰ وسله والو د وژل كېدو خبر وركړ د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ملي اردو ځواكونو په تصفيوي او محاربوي عملياتو كې ۱۰۰ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۳۵ تنه ټپيان شوي او يو تن ژوندى نيول شوى دى.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د پكتيا، لغمان، بغلان، كندهار، زابل، دايكندي، هرات او يو شمېر نورو ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، د وسله والو مخالفينو بريدونو او د سړك غاړې ماين چاودنه كې د ملي اردو ۱۲ سرتېري هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.