د يمن په پلازمينه کي په زرگونه کسانو لاس په لاريون پورې کری

دي کسانو د حج په مراسمو کي يمنيانو ته د اجازي نه ورکولو په غبرگون لاس په لاريون پورې کړی وو دوي ويلي په عربستان کي د مقدسو ځايونو زيارت کول ددوی حق دی او يمنيان بايد د حج په مراسمو کي له گډونه برخمن شي

د رویترز خبري آژانس د ریپوټ له مخې د عربستان حکومت پریکړه کړې چې په روان کال کې به یمنیان د حج له مراسمو بې برخې کوي. د یمن په پلازمینه کې په زرګونه کسانو د عربستان ددې پریکړې پر وړاندې لاس په لاریونه پورې کړی وو او دا حکم یې غندلی دی.   لاریون کونکو د نورو شعارونو ترځنګ ویلي چې پر دوی به ددوی دښمنان بریالي نشي

محمد علي ویلي: ” ټولو خلکو د عربستان دا کړنه غندلې او دوی ته د منلو وړ نه ده مونږ د خپل عزت او شرف لپاره له دښمن سره مبارزه کوو او ددوی چلوټې نشي کولای ددې لوی ملت زړورتیا ته کوم زیان ورسوي.”

اعتراض کونکی: ” مونږ ور روان یو مونږ انشالله له وسلو پرته د حرمین او شریفین او نورو مقدسو ځآیونو زیارت ته ور روان یو.”

سعودي عربستان د روان کال مارچ په میاشت کې د عربي ایتلاف په مشری پر یمن هوایي بریدونه پیل کړل دا بریدونه د تښتیدلي ولسمشر منصور هادي په پلویتوب چې اوس په ریاض کې اوسیږي پیل شوي دي تر اوسه په دې هوایي بریدونو او جګړه کې له څلور زره پنځه سوه ډير یمنیان وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *