”داعش” سوریه او عراق کې کیمیاوي وسلې کارولې

د امریکا یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي، داسې باور دی، چې ”اسلامي دولت” په عراق او سوریه کې کیمیاوي وسلې جوړې کړې او کارولې دي.

غه امریکايي چارواکي دا هم ویلي، چې امریکايي حکومت څلور داسې داسې بېلګې موندلې، چې ”اسلامي دولت” پکې د عراق او سوریې پر پوله له خردل کیمیاوي مادې جوړې شوې وسلې کارولې دي.

دی زیاتوي، کارول شوې کیمیاوي توکي د پوډر په توګه کارول شوي دي.

امریکا په دې اند ده، چې ”اسلامي دولت” ډلې د کیمیاوي وسلو جوړولو لپاره یوه ډله ګومارلې ده.

دغه امریکايي چارواکي ویلي: ”دوی (اسلامي دولت) خردل کیمیاوي توکي کاروي، او موږ پوهېږو چې دوی دا کار کوي.”

سرچینه وايي، دوی خردل توکي په پوډري ډول او یا هم په د هاوان په مرمیو کې په دودیز ډول کارولي دي.

وايي کله چې له خردل موادو جوړ شوي چاودېدوتکي توکي چاودلي، په خردل لړل شوې خاورې وګړو ته ډېر زیان اړولی دی.

د امریکا څارګرې ادارې یوه چارواکي ویلي، داسې انګیرنې شته، چې ګني ”داعش” له درو لارو دغه وژونکي کیمیاوي مواد ترلاسه کړي دي.

دی وايي، موږ ګومان کوو چې دوی د کیمیاوي وسلو اړونده یوه مسلکي کوچنۍ خو فعاله ډله لري او هڅه کوي چې د ”اسلامي دولت” مشران ترې تر ډېرې کچې ګټه واخلي.

یوه بله انګیرنه هم شته، چې ”اسلامي دولت” په عراق او سوریه کې د کیمیاوي وسلو زېرمې موندلې دي.

دوی وايي، دا به ممکنه نه وي، چې ګني دغې ډلې په عراق کې کیمیاوي وسلې موندلې وي، ځکه چې امریکايي پوځ لس کاله وړاندې پر عراق د پوځي یرغل پرمهال ټولې کیمیاوي زېرمې کشف کړې.

سرچینه دا هم وايي، داسې ګومان هم نه شي کېدای چې ”اسلامي دولت” دې د سوري نظام د کیمیاوي وسلو زېرمه ترلاسه کړې وي.

دغه امریکايي چارواکی زیاتوي، ډېر احتمال دا دی چې خردل توکي دې دوی پخپله جوړ کړي وي، ځکه چې جوړول یې ډېر ګران کار نه دی.

Author

خروج از نسخه موبایل