ايران او يونان موافقه کړي چې سوريه ته دروسيي د بشري مرستو الوتکې ته اجازه ورکړي

ايران او يونان موافقه کړي چې سوريه ته دروسيي د بشري مرستو الوتکې ته اجازه ورکړي

د ايران او يونان چارواکو موافقه کړي ده، چې روسيي الوتکې ته چې بشري مرستي پکې بار دي او غواړي سورئي ته ئي وليږدوي اجازه ورکوي. د يوبل خبر له مخې بلغاريا دروسيي پوځي الوتکې دپاره چې سوريه ته پکې بشري مرستي بار دي خپل هوائي دهليز تړلي دي.

دامطلب د روسيي د ولسمشر د مطبوعاتي د فتر مشر ديمتري پيسکوف څرګند کړی دي. ده وويل د بلغاريا ددې پريکړې پر وړاندې مسکو د بل بديل په لټه کې ده.

ايران موافقه کړي چې سوريه ته دروسيي دبشري مرستو درسولو الوتکې ته اجازه ورکوي. دامطلب ايتار تاس اژانس په ايران کې د روسيي د پوځي اتشه ماکسيم سوسلوف له قوله ور کړی دي.

برسيره پردې يونان هم سوريه ته د روسي الوتکې دالوتنې په اړه موافقه کړی ده. دامطلب په اتن کې د روسيي سفارت څر ګند کړی دي. « دالوتکې دالوتني اجازه د اګست پر ۳۱ نيټه ترلاسه شوی » دامطلب ايتار تاس اژانس د سرچينی سره په مرکه کې څرګند کړی دي.

د بلغاريا دبهرنيو چارو وزارت نن وختي اعلان وکړ چې هيواد ئي دروسي پوخي الوتکې لپاره ، چې سورئي ته بشري مرستي ليږي هوائي دهليز تړي. لکه چې د بلغاريا د اړوندو چارو مقامات وائي دغه تدابير په دې خاطر ونيول شول چې د بلغاريا په هوائي قلمرو کې په سمه توګه دالوتکې دالوتني هدف نه دی ښودل شوی

Author

خروج از نسخه موبایل