قطر د يمن جگړې ته 1000 سرتيري استولي دِي

سربازان سعودی

قطر د يمن جگړې ته ۱۰۰۰ سرتيري استولي دِي دا سرتيري چي په زغره والو وسايطو، جنگي الوتکو او نورو پرمختللو وسلو سنبال دي په داسي حال کي يمن ته استول شوي چي څو ورځې وړاندې د عربي ايتلاف له شپيتو ډير سرتيري د حوثيانو د توغنديو په يوه بريد کي ووژل شول د رارسيدلو ريپوټونو له مخي، قطر د يمن ماريب ولايت ته چي د دي هيواد په ختيځ کي پروت دی زر تنه سرتيري استولي دي. دا سرتیري په زغروالو وسایطو، جنګي الوتکو او نورو پرمختللو وسلو سنبال دي او یمن ته د عربي ایتلاف د سرتیرو په ملاتړ دې هیواد ته استول شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې څلور ورځې وړاندې د حوثیانو د توغندي په یوه برید کې د عربي ایتلاف له شپیتو ډیر سرتیري چې په دوی کې پنځه څلویښت یوآځې د اماراتو سرتیري وو ووژل شول. اماراتو خبرداری ورکړی چې ددې سرتیرو د وژل کیدود په غبرګون به په یمن کې د حوثیانو پر وړاندې هوایي او ځمکنیو بریدونو ته زور ورکړي. له یمن څخه د رارسیدلو ریپوټونو له مخې په دې وروستیو کې د حوثیانو پر مرکزونو هوایي بریدونو ته زور ورکړل شوی او په دې بریدونو کې یو شمیر ملکي کسان هم وژل شوي دي. د یمن په پنځه میاشتینۍ جګړه تر اوسه له څلور زره پنځه سوه ډیر کسان وژل شوي دي او په زرګونه نور ټپیان دي

Author

خروج از نسخه موبایل