سمنګان ولايت کې یوه سړي خپل ۱۸ کلنه لور ووژله

ځايي چارواكي وايي، د سمنګان ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې یوه پلار خپله اتلس کلنه لور د تېشې په ګزارونو سره وژلې ده.

د سمنګانو د ښځو چاره رئیسې خدیجې حسني نن وویل، چې یاده نجلۍ د کورني تاوتریخوالي له امله وژل شوې ده .

د نوموړې په وينا، نجلۍ بس بي بي نومیږي او د دې ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ د شیخانو د کلي اوسېدونکې ده.

نوموړې وایي، چې بس بي بي د ملي اردو د يوه سرتيري كونډه وه، چې خاوند يې څه موده وړاندې وژل شوى و.

د حسني په وینا، د یادې نجلۍ پلار غوښتل، چې دا نجلۍ بل چا ته ورکړي، چې د خپل پلار مخالفت يې کړی او پلار یې هم دا د تېشې په ګذارونو سره وژلې او بيا یې زندۍ کړې ده.

خدیجه حسني وایي، چې دیادې نجلۍ پلار نیول شوی او خپل زوی یې پرې شاهدي ويلې ده.

د یادونې وړ ده، چې په دې ورستیو کې په شمال کې د ښځو پروړاندي تاوتریخوالى زیات شوی، چې یوازې په تېره اونۍ کې د ځان وژنې درې پېښې په سمنګان ولایت کې ثبت شوې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *