آلمان ويلي د کدوالو پر مخ د پولو پرانستل لند مهالي او د بشر دوستي له مخي پلان دي

آلمان ويلي د کدوالو پر مخ د پولو پرانستل لند مهالي او د بشر دوستي له مخي پلان دي

دوي ويلي دوي د کدوالي په تراو د اروپا قانون پلي کولو ته ژمن دي ددي قانون له مخي کدوال چي لومري هر هيواد ته خي بايد په همغه هيواد کي ددوي د اوسيدو لپاره چمتوالي ونيول شي

د آلمان کورنیو چارو وزارت په یوې خپرې شوې وینا پاڼه کې ویلي: دې هیواد بیړنیو حالاتو ته په کتو او د بشر دوستانه موخې لپاره خپلې پولې د لنډې مودې لپاره پرانستلې دي او د کار د لنډې مودې لپاره دی. په خپرې شوې خبر پاڼه کې ویل شوي دوی د اروپایي ټولنې قانون ته ژمن دي او د دوبلین قانون له مخې کډوال چې هر هیواد ته لومړی ننوځي ددوی نمونه ثبتیږي او دوی ته د اوسیدو اجازه ورکول کیږي. تیره ورځ د دوه زره په شاوخوا کې اوسیدونکي آلمان ته د ننه شوي دي. ددې هیواد چارواکیو ویلي کیدای شي تر لسو زرو کډوال ددوی هیواد ته ورشي او آلمان له دې کډوالو سره مرستې ته چمتو دی.

د آلمان ټولنیز وزیرايميليا مولرویلي: ” په تیرو اوو ساعتونو کې د اطریش له لاری له هنګری څخه دوه زره کډوال دلته رارسیدلي حالات تر کنترول لاندی او په توګه پر مخ روان دي. مونږ د بیلا بیلو ادارو له مشرانو سره اړیکې نیولي هر څه په خوښه پر مخ روان دي.”

تیره ورځ په زرګونه کډوال د اورګاډي او بسونو په وسیله له هنګري اطریش او آلمان ته رسیدلي هنګري ویلي د لنډې مودې لپاره یې د کډوالو لږولو ته اجازه ورکړې ده خو په پولو کې به یې چمتوالي ته زور ورکړل شي. د اروپایي ټولنې بهرني سیاست مشرې دې تولنې ته د د بې شمیره کډوالو د ورتګ په هکله خبرداری ورکړی ویلي یې دي چې دا حالات به دوام ولري. د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر هم ویلي اروپایي هیوادونه له دی سره چې له کډوالو سره مرسته کوي باید د انسان قاچاقچیانو د له منخه وړلو هڅې هم وکړي. د فنلند لومری وزیری ویلی ده به خپل کوچونی کور کډوال ته وسپاري دې ویلي په دې هکله یې له کورنۍ سره خبرې کړي او د روان کال تر پایه به دا خپل کور کډوالو ادارې ته وسپارلي دې له خپلو هیوادوالو غوښتي ترڅو له کډوالو سره مرسته وکړي.

Author

خروج از نسخه موبایل