په یمن کی د ۱۳۰ تنو مړی موندل شوی دی
په یمن کی د ۱۰۳ تنو مړی چی د راکټی بمباریو په پایله کی وژل شوی وو، موندل شوی دی.
د یمن د ماریب ولایت د السفر په پوځی هوایی ډګر کی د ۱۰۳ تنو بهرنیو پوځیانو مړی، چی د راکټی بمباریو په پایله کی وژل شوی وو، موندل شوی دی.
د جمعی په ورځ دعربی متحده اماراتو خبر ورکړی، چی د دی هیواد ۴۵ تنه پوځیان، د بحرین ۵ او د سعودی عربستان ۱۰ تنه د یمن په خاوره کی د پوځی عملیاتو په بهیر کی د راکټی بمباری پر مهال وژل شوی دی.
د نورو وژل شوو پوځیانو مړی لا تر اوسه پیژندل شوی نه دی، خو ویل کیږی، چی د نورو عربی هیوادونو پوځیان هم په دغه ایتلاف کی شامل دی. په خبر کی ویل کیږی، چی د ۷۰ تنو څخه ډیر پوځیان چی ډیره برخه یی د عربی متحده اماراتو پوځیان دی، ټپی شوی چی د ځینو روغتیایی حالات یی د اندیښنی وړ دی.