د ملي دفاع وزارت د ۱۰۳ وسله والو د وژل كېدو خبر وركړ

د ملي دفاع وزارت د ۱۰۳ وسله والو د وژل كېدو خبر وركړ

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ملي اردو ځواكونو په تصفيوي او محاربوي عملياتو او هوايي بريدونو كې ۱۰۳ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۹۷ تنه ټپيان دي او ۱۰ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.

د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ننګرهار، کونړ، غزني، ميدان وردګ، لوګر، پکتيا، غور او فراه ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.

د سرچينې په وينا، د وسله والو مخالفينو بريدونو او د سړك غاړې ماين چاودنه كې د ملي اردو ۱۷ سرتېري هم وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

خروج از نسخه موبایل