د غزني ولايت 4 ولسوالي د دولت وسله والو مخالفينو له گواښ سره مخ دي

Members from Ghazni Provincial Reconstruction Team visited Old Ghazni City April 18, 2010, located in Ghazni province, Afghanistan.

د غزني ولايت ۴ ولسوالي د دولت وسله والو مخالفينو له گواښ سره مخ دي د ولايتي شورا غړيو له حکومته غوښتي ترڅو ددې ولسواليو د ژغورلو لپاره لاس په کار شي. دا په داسي حال کې ده چي د ناهور ولسوالی چارواکيو د وسله والو مخالفينو د لوی بريد له په شا تمبولو خبر ورکړی دی

د غزني سیمه ایزو مسولین وایي، له څو ورځو راهیسې وسله والو طالبانو ددې ولایت پر یو شمیر ولسوالیو پراخ بریدونه پیل کړي. تیره شپه هم د ناهور پر ولسوالی لوی برید په شا تمبول شوی دی او د ددې ولسوالی ولسوال ویلي: په دې برید کې په لسګونه وسله والو برخه اخستې وه. د ښاغلي شفایي په وینا، نښته د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ تر دریو ساعتونو روانه وه او په پایله کې وسله وال طالبان شاتګ ته اړ شوي دي. ددوی په وینا، وسله وال طالبان د نښتې پر مهال په دې بریالی شول ترڅو یوه پوسته وسوځوي او د یوه ټانک په ګډون یو شمیر وسله او مهمات له ځآن سره یوسي.

همدارنګه د غزنی ولایتی شورا غړی غلام سخي زابلي ویلي: که چیرې د غزني ولایت حالاتو ته پاملرنه ونشي کیدای شي ددې ولایت ځینې ولسوالی د طالبانو لاس ته ورشي. بله خوا په قرباغ ولسوالی کې د سیمه ایزو یو قومندان وایي طالبانو د یو شمیر پوستو شاوخوا ته ماینونه ځای پر ځای کړي دي.

تیره ورځ هم د قرباغ ولسوالي یوې اوسیدونکې له مونږ په سره ټلفوني اړیکه کې ددې ولسوالی د امینتي پوستو په ملاتړ د هوایي بریدونو غوښټنه کړې وه. د غزني امنیې قومندانی بیا د یو شمیر ولسوالیو د نیولو په موخه د طالبانو د پراخو پلانونو پخلی کوي خو وایي چې ددوی دا پلانونه شند شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په انډړو ولسوالی کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته اوس هم روانه ده دغزني والي ویاند شفیق ننګ ویلي د تیرې شپې په نښته پنځه تنه پولیس او ددوی قومندان پاشاه خان وژل شوي له دی سره دوی د دریو طالبانو له وژل کیدو هم خبر ورکړی دی

Author

خروج از نسخه موبایل