د آلمان لومړۍ وزيرې د کډوالو چارو وزارت ته د کډوالو د دوسيو په څيرلو کي د چټکتيا حکم کړی

د آلمان لومړۍ وزيرې د کډوالو چارو وزارت ته د کډوالو د دوسيو په څيرلو کي د چټکتيا حکم کړی دی

له دي سره، دې په اورپا کي د کډوالو په هکله د گدي پريکري د رامنځ ته کولو غوښتنه کړې ويلي يي دي په آلمان کي به د کډوالو پر ضد له ډلو سره جدي چلند وکړي

آلمان له هغه هیوادونو څخه دی چې اوس مهال په زرګونه ګډوال ور روان دی. دډې هیواد چارواکیو ویلي: پّ روان کال کې له دې هیواد ته له اته سوه زره څخه نیولې تر یو میلیونه کډوال ورشي. تیره ورځ له هنګري څخه یو آورګادی کډوال چې ډیری یې د سوریې اوسیدونکي وو آلمان ته ورسیدل.

همدارنګه د آلمان لومړۍ وزیرې انگلا مرکل اړوندې ادارې ته د کډوالو د دوسیو په څیړلکو کې د چتکتیا حکم کړی دی. له دې سره دې ویلي هغه کسان چې به دې هیواد کې د اوسیدونې لپاره وړ نه دي له آلمانه به ویستل شي میرمن میرکل په خپل هیواد کې د کډوالو پر وړاندې احساسات غندلي ویلي یې دي دا ډول احساسات د منلو وړ نه دي او ددې له کلک غبرګون سره به مخ شي.

انگلا مرکل ویلي: ” هغه څه چې زما د خواشینی لامل ګرځي د کډوالو پر ضد احساسات دي او دا ډول فضا زمونږ په هیواد کې رامنځ ته شوې ده زه به له دې ډول غبرګون سره مبارزه وکړم او مونږ ته د منلو وړ نه دي.”

له دې سره میرمن میرکل د کډوالو ستونزو د هواری لپاره د اروپایي تولنې له لوري د یوې ګډې پریکړې د کولو وړاندیز کړی ویلي یې دي ځینې هیوادونه لکه ایټالیا باید یواځې د کډوالو تر فشار لاندې رانه وستل شي او که چیرې داسې ونه شي آزاده اورپا یا شینګن زون به تر پوښتنی لاندې راشي. د کډوالو نړیوالې ادارې د مالوماتو له مخې په روان کال کې درې سوه زره کډوال اروپا ته رسیدلي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل