عربستان کې د اور لګیدنې له امله ۱۱ کسان وژل شوي

له دې وړاندې هم په سعودي کې د بهرنيو کارګرو د اوسېدو په ودانيو کې د اور لګېدنې پېښې رامنځ ته شوې دي

د سعودي عربستان د چارواکو په وينا د دې هېواد د اوسېدو په ودانۍ کې د اور لګېدو له امله ۱۱ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۰۰ نور ټپيان دي.

چارواکي وايي په ټپيانو کې د بېلابېلو هېوادونو اوسېدونکي شامل دي چې د ځينو حالت يې نازک ښودل شوی دی.

د اور لګېدنې دغه پېښه په هغه ودانۍ کې رامنځ ته شوې چې هلته د تېلو د شرکت ارامکو کارګر اوسېدل.

چارواکي وايي تراوسه د اور لګېدو سبب معلوم نه دی او ځينې کسان د ودانۍ پر سر بند پاتې وو چې د هليکوپټرو په واسطه خوندي ځايونو ته لېږدول کېږي.

د نورو کمپنويو په شان په ارامکو شرکت کې هم په لوی شمېر بهرنيان کار کوي.

د سعودي عربستان د دفاع وزير په خپل پيغام کې ويلي چې د موټرو او د کور سامان د ودانۍ اخيريني پوړ کې اور اخيستی دی.

ارامکو وايي د پېښې په اړه يې پلټنه پيل کړې ده.

د امريکا د خبري رسنۍ اې پي، ته يوه عيني شاهد محمد صديق ويلي چې د يکشنبې پر سهار ځايي وخت ۶:۳۰ بجې د اوسېدو له دغې ودانۍ دودونه پورته کېدل او هليکوپټرو پرې پروازونه کول.

د محمد صديق په وينا لږ تر لږه ۳۰ امبولانسونه او درې هليکوپټر يې د پېښې په ځای کې ليدلي دي.

د ده په وينا په دغه سيمه کې د لوېديځې اسيا او د سعودي عرب وکړي مېشت وو.

له دې وړاندې هم په سعودي کې د بهرنيو کارګرو د اوسېدو په ودانيو کې اور لګېدنې پېښې رامنځ ته شوې دي، روان کال مۍ مياشت کې د دې هېواد په پلازمېنه رياض کې د اور لګېدنې په يوه پېښه کې پنځه پاکستانيان وژل شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *