په کابل کي د سولي ارزوني په تړاو يوه ورځینۍ علمي ناسته تر سره شوه

په کابل کي د سولي ارزوني په تړاو يوه ورځینۍ علمي ناسته تر سره شوه

په دي ناسته کي د ملاعمر له مړيني وروسته د پخلايني خبري، په هيواد کي د نورو هيوادونو نيابتي جگړه او پر افغانستان يي اغيزي، د افغانستان او پاکستان تيري اړيکي، د سولي عالي شورا فعاليت او د سولي پر بهير د وسله والو مخالفينو بي باوري ځیړل شوې ده

په ننی ناسته کې چې د مدني، سولې فعالینو او د سولي عالي شورا د مشرتابه ځینې غړیو ګډون کړی وو یوخل بیا د خبرو له لارې د هیواد د ستونزو پر هواری ټینګار وشو. ددې غونډې ګډونوالو په هیواد کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره له وسله والو مخالفینو سره خبرې اړینې وښودې.

له دې سره دغونډې ځینې ګډونوالو د سولې عالي شورا د فعالیت پر څرنګوالي نیوکه کړې ویلي یې دي دې شورا په تیرو کلونو کې هیڅ ډول لاسته راوړنه نه درلوده. دوی ویلي د سولي عالي شورا یوه لویه ستونزه داده چې په دې شورا کې وړ کسان په دنده نه دي ګمارل شوي له دې سره دوی حکومت تورن کړ چې د سولې له بهیر سره په پروژه یي ډول چلند کوي او په هیواد کې یې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره هیڅ کار نه دی کړی.

خو د سولي عالي شورا یو شمیر غړي دا ډول څرګندونې ردوي وایي، له دولت سره د ډیریو وسله والو یوځای کیدل او په هیواد کې سولې ته هڅونه ددوی لاسته راوړنه ده. له دې سره د سولې عالي شورا غړیو ویلي د سولې بهیر د نه پرمختګ یواځینی لامل له پولو بهر د استخباراتي ادارو اغیزتیا ده. همدارنګه دوی په هیواد کې د ناامنیو ډیرښت په هیواد کې نیابتي جګړه وښوده ویلي یې دي چې دې مسلې د افغانستان پر امنیت تر ډيره ناوړه اغیزه کړې ده.

د سولي عالي شورا یو شمیر غړیو پاکستان ته د پلاوې وروستي سفر ته په نغوتې سره ویلي: اسلام آباد تر اوسه ددې سفر د پایلو په هکله روښانه ځواب نه دی ورکړی نو له دې مخې تر اوسه د خبرو برخلیک نه دی په ډاګه.

Author

خروج از نسخه موبایل