په زابل ولايت کي د وسله والو طالبانو په خپل منځۍ نښته کي پنڅه کسان وژل شوي دي

په زابل ولايت کي د وسله والو طالبانو په خپل منځۍ نښته کي پنڅه کسان وژل شوي دي

له سيمي څخه د رارسيدلو ريپوټونو له مخي د دواړو ډلو ترمنځ د طالبانو د مشرتابه پر سر نښته رامنځ ته شوې ده

احمد رباني چې ویل کیږي د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو د له منځه وړلو کمیټې مشرې ورسپارل شوې ویلي، چې اوس مهال د ملامحمد عمر د ځای ناستې د ټاکل کیدو په تړاو اختلافات په تاوتریخوالي اوښتې دي. د اسوشتید پریس خبري آژانس د ریپوټ له مخې احمد رباني دا خبره په کویټه کې د زرګونو وسله والو طالبانو غونډې ته کړې ده. ده ویلي د افغانستان په زابل ولایت کې هم د طالبانو ترمنځ نښته رامنځ ته شوې چې له امله یي پنځه طالبان وژل شوي دي. د احمد رباني په وینا: نښته د ملا منصور د پلویانو چې د ملا عمر د کورنۍ پلویتوب کوي او د ملا اختر منصور د پلویانو ترمنځ د خاک افغان په ولسوالی کې رامنځ ته شوې ده. که چیرې ددې خپر پخلی وشي د طالبانو په مشری د اختلافاتو به دا لومړۍ نښته وي چې د وسله والو طالبانو ترمنځ رامنځ ته کیږي. طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي او نه هم افغان حکومت ددې خبر پخلی کړی دی خو د زابل ولایت سیمه ایز چارواکي د طالبانو ترمنځ نښته ناشونې نه بولي. دوی وایي د اوسنیو مالوماتو له مخې د هلمند ارزګان زابل کندهار یو شمیر طالبانو په خاک افغان ولسوالی کې سره را ټول شوي او کیدای شي دا اختلافات د نورو نښتو لامل هم وګرځي.

Author

خروج از نسخه موبایل