پر اسرایلي رژیم د چتک بندیز په تړاو د انګلیسي پیژندل شویو هنرمندانو غوښتنه

د global research خبري آژانس د ریپوټ له مخې، د انګلیسي او لوبغاړیو او لیکوالانو یوې ډلې له خپل دولت څخه غوښتي ترڅو پر اسرایلي رژیم کلک بندیزونه ولګوي او دې بندیزونو ته تر هغې وخته دوام ورکړي ترڅو چې دې رژیم نړیوالو قوانینو ته سر نه وي ټیت کړی او خپلې نیواک ګری یې پای ته نه وي رسولې. له هغه وروسته چې دا غوښتنه د انګلستان د سیمنا او ډیریو لوبغاړیو او لیکوالانو د شلو زرو عادي انګلیسانو په ګډون لاسلیک کړ ددې هیواد پارلمان ته یې استولی دی. مریم مارګولس چې په هرې پاتر فلم کې یې رول لوبولی وویل: « زه د اسرایلي رژیم پر وړاندې دې لاسلیک شوې هوکړې ته ځان ژمن بولم. نتنیاهو د فلسطین نیواک ګری او په غیر قانوني توګه په سیمه کې د ښارګوتو رغاونې ته دوام ورکړی او په نړیوالو هوکړو یې عمل نه دی کړی او هره ورځ د سلګونه ښځو او ماشومانو د وژل کیدو لامل ګرځي او کیدای شي یواځې نړیوال بندیزونه وکولای شي ددوی د شرارتونومخنوی وکړي»

دا وړاندیز د «فلسطنیانو همغږۍ» سازمان له لوري وړاندې شوی. د قدس نیواک ګر رژیم پر وړاندې له نړیوالو فعالیتونو سره (BDS) په ځانګړې توګه د غزې له یو پنځوسمې جګړې وروسته د زدکونکو، محصلینو، لیکوالانو او لوبغاړیو ډیریو ډلو د اسرایلي رژیم د فعالیت مخالفت کړی او ددې بهیر له مخالیفینو سره یوځای شوي دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *