شمالي وزيرستان کې ۱۴ اورپکي وژل شوي

د پاکستان پوځ وايي له ډېورنډ کرښې سره نژدې د شمالي وزيرستان په شوال سيمه کې د امنيتي ځواکونو په هوايي بريدونو کې” ۱۴ اورپکي” وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د اطلاعاتو څانګې له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي “۱۴ اورپکي” د هوايي بريدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.

تېر کال جون مياشت کې د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عمليات پيل کړي وو او څور ورځې وړاندې يې په شوال سيمه کې د ځمکنيو عملياتو خبر هم ورکړ.

تېره دوشنبې پوځ د امنيتي ځواکونو او اورپکو تر منځ جګړه کې د يو جګړن، دوه امنيتي کارکوونکو او شپږو اورپکو د وژلو ادعا کړې وه.

شوال ډېورنډ کرښې سره نژدې پرته سيمه ده چې ځينې وخت په کې اورپکي بريدونه ترسره کوي.

ځايي خلک وايي په شوال کې اورپکي د امنيتي ځواکونو لپاره د سر درد جوړولی شي.

تېره پنجشنې د پوځ د اطلاعاتو وياند عاصم باجوه د ټولنيزو رسنيو پر وېبپاڼه ټوېټر خپل پيغام کې ليکلي وو “په شوال کې ځمکني عمليات پيل شوي او د پوځ مشر د پوځي هدفونو د لاس ته راوړلو لارښونه کړې ده “

روان کال جون مياشت کې د ضرب عضب عملياتو يو کال پوره کېدو وروسته پوځ ويلي وو چې په دې عملياتو کې “۲۷۶۳ اورپکي او ۳۴۷ امنيتي سرتېري وژل شوي.”

Author

خروج از نسخه موبایل