Image processed by CodeCarvings Piczard ### FREE Community Edition ### on 2014-04-08 09:34:11Z | http://piczard.com | http://codecarvings.com

تیره اونی په بریتانیا کی د تهران او په تهران کی د بریتانیا سفارتونه پرانیستل شول ددواړو هیوادونو اړیکی ۴ کاله مخکی د محمود احمدی نژاد په وخت کی دسفارت په کچه غوځی شوی وی دبریتانیا بهرنیو چارو وزیر دبریتانیایی شرکتونو په کډون په ایران کی خپل سفارت بیرته پرانیستل شو

د اټومي پلان په هکله د ایران او لویدیځو هیوادونو ترمنځ هوکړه څو اړخیزه وه چې د ایران او لویدیځ پر اړیکو یې هم سیوری غوړولی دی اروپایي چارواکي ایران ته راغلل او تیره اونۍ اعلان وشو چې د اطریش ولسمشر د بریتانیا له بهرنیو چارو وزیر وروسته د تهران میلمه دی

بریتانویان ایران ته لاړل ترڅو د خپلو اروپایي سیالانو لکه فرانسې او المان څخه وروسته پاتې نشي ایران د پانګونې او سوداګری لپاره ښه فورصت دی او د بریتانیا یوه نفتي شرکت تیره اونۍ اعلان وکړ چې ایران ته خپل پور ورکوي او په دې هیواد کې پانګونه څیړي.

ایران او هم لویدیځ هیوادونه د خپلو سیالانو د کابو کولو اقتصادي او سوداګریزې ودې لپاره دیپلوماتیکي اړیکو ته اړتیا لري د ښاغلي روحاني ډولت د سیاسي په برخه کې پراخ فکر لري او د سیمه ایزو هیوادونو له کړیه وتلي او پښه یې د نړۍ نورو برخو ته غځولې ده اټومي خبرو هم د ایران لپاره د دیپلوماسۍ ښه لاره پرانستلې چې له مخې یې که چیرې ایراني چارواکي وکولای شي خپلو بهرنیو اړیکو ته په ښه توګه وده ورکوي.

له دې سره په دې برخه کې په ایران کې د بریتانیا پر وړاندې ډير منفي لیدلوري شتون لري لندن له امریکا سره د ایران پر وړاندې په ګام پورته کونې او حتی په دې هیواد کې د نظام پر وړاندې د چلند په برخه کې په ملتیا تورن دی د استعمار تیر تاریخ په دې بې باوریو ور ډير شوی دی او دایران په دننه کې یې د بریتانیا پر وړاندې مفکورو ته بدلون ورکړی دی ایران هڅه کوي ترڅو په برابره توګه او د خپلواک هیواد په دول له لویدیځوالو سره خبرو ته کیني او دا تګلاره د حسن روحاني په حکومت کې له ورایه ښکاري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *