د الجزیرې تلویزیون درې خبریالان په درې کاله بند محکوم شوي

د الجزیرې تلویزیون درې خبریالان په درې کاله بند محکوم شوي

دغه درې کسان په ۲۰۱۳ کال کې ونیول شول او د مصر پر ضد منفي تبلیغاتو او له اخوان المسلمین سره په مرستې تورن شول

د مصر محکمې د الجزیرې تلویزیون درې خبریالان په درې کاله بند محکوم کړي دي.

د دغو خبریالانو د محکمې په بهیر کې چې نن (اګست ۲۹) تر سره شوه، استرالیايي پیتر ګرسته، مصری خبریال باهر محمد او د الجزیرې شبکې مشر محمد فهمي تورن وګڼل شول او په دریو کلونو بند محکوم شول.

دغې محکمې باهر محمد په ۶ میاشتو اضافي بند هم محکوم کړ.

دغه درې کسان په ۲۰۱۳ کال کې ونیول شول او د مصر پر ضد منفي تبلیغاتو او له اخوان المسلمین سره په مرستې تورن شول.

د الجزیرې شبکې په خپله اعلامیه کې ویلي، چې دغه امر”پر رسنیو لوی لاس برید دی دا د مصر د قضا په تاریخ کې توره ورځ ده د دې پر ځای چې د رسنیو له ازادۍ نه دفاع وکړي سیاسي دلایلو سره یې جوړ جاړی کړی.”

د محمد فهیمي وکیلې امال کلوني خبریالانو ته وویل، د محکمې پریکړه غیر منصفانه وه.

نننۍ پریکړه په مصر کې یو خطرناک پیغام لېږدوي، دا پریکړه داسې پیغام لیږدوي چې مصر کې ژورنالیستان د خپل عادي کار، رښتا ویلو، خبرونو او رپوټونو په خاطر هم بندیانيږي. دا پریکړه دا پیغام لیږدوي چې په مصر کې داسې قاضیان شته چې له محاکمو نه د سیاسي پروپاګند د وسیلو په توګه کار اخلي.”

ښاغلي کلوني د مصر له ولسمشر وغو ښتل چې خبریالانو ته بخښنه وکړي او وویل:” د حل یوه لاره شته، ستاسو ولسمشر! ولسمشر سیسي د دې دوسیې له پیل نه ویلي وو چې کاشکې دغه دوسیه محاکمې ته نه وای راوړل شوې، هغه ویلي که د محاکمې په پای کې که خبریالان بیا محکومېږي نو دی به مداخله وکړي او خبریالان به وبښي.”

د مصري دولت چلند له دغو دریو خبریالانو سره نړیوال او د ځینو عربي دولتونو نیوکې له ځانه سره درلودې.

د الجزیرې تلویزیون مالي سرچینه قطر هېواد دی او ځینې کار پوهان د دغو دریو کسانو د نیولو لامل او محاکمه کول د مصر او قطر ترمنځ د اړیکو لوړې زورې ګڼي.

Author

خروج از نسخه موبایل