د کمپنۍ پر واټ د ملي اردو پر موټر ځانمرګي برید کې ۱ کس وژل شوی او ۲ نور ټپیان دي
د کمپنۍ پر واټ د ملي اردو پر موټر ځانمرګي برید کې ۱ کس وژل شوی او ۲ نور ټپیان دي
ځانمرګی برید نن ماښام د کمنۍ پر واټ د ملي اردو پر یوه موټر رامنځ ته شوی چې له امله یي د ملي اردو یو سرتیری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. د امنیي قومندان ویلي بریدګر پلی وو او له سیمې د ملي اردو پر تیریدونکي موټر یې برید کړې دی. ده ویلي د پيښې ټول قربانیان پوځیان دي او په دې برید کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې
دا په داسې حال کې ده چې له څه مودې چوپتیا وروسته دې برید د خلکو په زړونو کې یوځل بیا ویره را وپاروله. ددې برید مسولیت تر اوسه چا او نه هم کومې ډلې پر غاړه اخستی.