د ترکيي ولسمشر له نيټې مخکي د پارلماني ټاکنو د تر سره کولو حکم صادر کړ

A special forces police officer takes security measures as he stands on top of a building where the portraits of Turkey's President Tayyip Erdogan, Prime Minister Ahmet Davutoglu and a Turkish flag are displayed in Istanbul, Turkey, June 3, 2015. Turkey holds a parliamentary election on June 7 that could reshape its political landscape. Erdogan hopes the result will help move Turkey towards a presidential system, while the pro-Kurdish opposition is aiming to enter parliament as a party for the first time. REUTERS/Murad Sezer

د ترکيي ولسمشر له نيټې مخکي د پارلماني ټاکنو د تر سره کولو حکم صادر کړ

د ترکيي رسنيو در يپوټونو له مخي کيداي شي دا ټاکني د نوامبر مياشتي په لومړۍ نيټه تر سره شي. دا حکم له هغه وروسته صادريږي چي د يوه ايتلافي حکومت په موخه سياسي ډلي په خپلو سره هوکړې ته ونه رسيدل

د ترکيي ولسمشر رجب طيب اردوغان تیره شپه د پارلمان له ریس سره له لیدنې وروسته تر نږدې راتلونکې د پآرلماني ټاکنو د تر سره کیو حکم صادر کړ. د ترکیې له ولسمشری ماڼۍ څخه د خپرې شوې خپر پاڼې له مخې، ولسمشر د اساسي قانون د یوسل څلورمې او یو سل شپاړسمې مادو له مخې دا حکم صادر کړی دی.

په تیرو ټاکنو کې له دولسو کلونو وروسته د حاکم ګوند د لومړي ځل لپاره په ټاکنو کې غوڅ اکثریت له لاسه ورکړ

په تیرو دوه میاشتو کې ټولو سیاسي ګوندونو د یوه ایتلافي حکومت د رامنځ ته کولو لپاره ډیرې ناستې او غونډې تر سره کړې خو کومې هوکړې ته سره ونه رسیدل او د ټاکنو بیا تر سره کیدو پریکړه وشوه. ولسمشر ویلي ددوی په مشری د ټاکنو لپاره یو لنډ مهالی حکومت به رامنځ ته شي بله خوا د خلقیانو جمهوریت ګوڼد د اردوغان دا کړنه یوه غیر پوځي کودتا ښودلې ویلي یې دي، چې لنډ مهالي حکومت کې به ګډون نکوي.

Author

خروج از نسخه موبایل