د اروپا او اسیا مرکزي بازارونه د څلور سلنې په اندازه ولوېدل
د اروپا او اسیا مرکزي بازارونه د څلور سلنې په اندازه ولوېدل. د چین د شانګهای ونډو بازار اته سلنه ولوېد.
ډېری نړیوال اعسار او سوداګرۍ هم چې د چین له خوا پر قوي تقاضا تکیه لري، د دغه اقتصادي ځوړ له کبله اغېزمنې شوې دي.
د چین مرکزي بانک دوه اوونۍ مخکې د دغه هېواد د پیسو بیه ټیټه کړې وه او ورسره د سوداګرو تر منځ داسې وېره پیدا شوه چې اقتصادي ځوړ به له هغه څه ډېر ناوړه وي چې دوی یې اټکل کړی و.
هند هم د چین له اقتصادي ځوړه اغېزمن شو او د ونډو مرکزي بازار یې تر شپږ سلنې لوېدلی.
د نورو اسعارو او توکو بیې هم په چټکۍ سره لوېدلي ځکه تر ډېره د چین پر قوي تقاضا تکیه لري.
په چین کې د چارواکو له پیاوړي ډاډ پرته، پانګوال نور پېر او پلور ته زړه نه ښه کوي.
تمه ده چې مرکزي بانک به یې د سود کچه را ټیټه کړي چې پېرېدونکي پر بازارونو باور وکړي.
د چین حکومت چټک غبرګون نه دی ښودلی.